ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو رئیس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند په کابل کښې یوه اقتصادي کانفرنس ته په وینا کښې وویل مسلمان هیوادونه د نورو ملکونو د انتظار باسلو پرځاې رامخکې شي او د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپيژندي .
هغه وویل د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو په وجه د هیواد د زر پرمختګ کولو هیله شته .
د طالبانو رئیس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند وویل طالبانو د سولې او د امنیت په ټینګولو سره ټول ضروري شرایط بشپړه کړي دي .
په دې سربیره د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهدهم وویل چې په هیواد کښې به د انجلیو ټول ښوونځي تر راتلونکي مارچ میاشتې پورې خلاص شي .
په ښوونځیو کښې به د انجلیو او د هلکانو لپاره بیل بیل ټولګي او کلاسونه وي .
تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .
افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی او دغه ناورین هغه وخت نور هم زیات شو چې د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته امریکا او لویدیځو هیوادونو نړیوالې مرستې بندې کړې او په خارج کښې یې د افغانستان په میلیارډونو ډالر کنګل کړل چې طالبان ورته لاسرسی ونلري .
پرون د کار نړیوالې موسسې ایي ایل او ( International Labour Organisation) وویل د افغانستان کابو پینځو لکو کسانو د تیر میلادي کال په اخري میاشتو کښې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او احتمال شته چې د روان میلادي کال تر نیمايي پورې د بې روزګاره شویو کسانو شمیر نهه لکو کسانو ته ورسیږي .