ایکناخبری آژانس د علوي آستان د اطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ، دغه جشنواره د حضرت فاطمةالزهرا د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په درشل کې د سلواغې له لومړۍ نیټې پیل شوي او تر یوې اونۍ پورې به دوام ولري.
د علوي سپيڅلي آستان د ادارې شورا غړي او د جشنوارې د ترسره کونکي کمیټې مشر سلیم الجصاني په دې باب ووئيل ، په دغې جشنوارې کې ډول ډول قرآني ،دیني او کلتوري پروګرامونه شامل دي چې تر یوې اونۍ پورې دوام لري .
هغه ووئيل دعراق د قرآني میرمنو دغه غونډه د روان اکل د سلواغې په اوه او اتمه نیټه يعني د راتلونکي اونۍ په پنجشنبې او جمعې ورځود علوي سپيڅلي آستان د عمار یاسر (ع) د غونډو په هال کې به ترسره شي .
الجصاني ووئيل د قرآني محفل ترسره کیدا،د کوفې پوهنتون د فقې د پوهنځي دقرآني هال افتتاح ،د کوفې د پوهنتون دانجونو دتربیتي علومو په پوهنځي کې د قرآني جلسې ترسره کیدا او په علوي حرم کې د حضرت زهرا په صحن کې د ؛ عفاف اونۍ د جشنوارې مرکزي جشن ترسره کول ددغې جنشوارې ځيني برخې دي .
هغه ووئیل،د عراق د ؛المثنی ؛ پوهنتون دمرکزي کتابتون دنوي ودانۍ پرانیسته،د حضرت زهرا د صحن د اداري ودانۍ افتتاح او د عراق د دیوانیه ښار د السنیة سیمې د دارالقرآن پرانیسته ددغې جشنوارې نوره برخې شمیرل کیږي .