ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرون د پاکستان په سینټ کښې وویل: له ایران سره په ګډ سرحد باندې د ازغن باړله لګولو څخه یوازې دوه سوه کیلومیټره سیمه پاتې ده چې دا برخه به هم ډیره زر بشپړه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه:له افغانستان سره هم په ګډې پولې باندې د اغزن تارپه بشپړیدو سره به د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو اقدامات کم شي.
خو په عین حال کښې د پاکستان رسنیو لیکلي دي چې په دغه هیواد کښې د اوربند له موافقې څخه د تحریکِ طالبان پاکستان په نامه غیرقانوني ډلې له وتلو وروسته ترهګرې حملې هم زیاتې شوې دي.