ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د هند او پاکستان هیوادونه د څو میاشتو له صلاح مشورو وروسته، افغانستان ته د نوي ډیلي له خوا د ډالۍ شویو غنمو د لیږلو په سر موافقې ته ورسیدل
هندي رسنیو پرون ویلي چې د پاکستان له ځمکنۍ لارې څخه په زرګونو ټرکونو کښې افغانستان ته د هندوستان د ډالۍ کړو غنمو د انتقال بهیر ټاکل شوې د راتلونکې فرورۍ میاشتې په دویمې اونۍ کښې پيل شي.
ټاکل شوې چې د هندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره ټنه غنم ورولیږي.
پاکستان په تیرو څو میاشتو کښې افغانستان ته د هند د مرستو لپاره ډیرې کمې ټرانزټي اسانتیاوې ورکړې دي چې وجه یې د کشمیر او ترهګرۍ په سر د دغو دواړو هیوادونو پخواني اختلافات دي.