IQNA

د طالبانو لوړپوړي چارواکي په روسیې کې له خپلو مخالفو لورو سره خبرې اترې کوي

16:37 - January 25, 2022
د خبر لمبر: 3485320
تهران (ایکنا) د افغانستان خبرو سرچینو په ماسکو کې د طالبانو د حکومت له ځينو لوړپوړو چارواکو سره د  احمد مسعود ،امر ا... صالح  او صلاح الدین رباني د نزدې کیدونکو مشورو خبر ورکړ .

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړ،د افغانستان د مقاومتي جبهې د خدای بخښلي مشر احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ، او د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امر ا... صالح  ،ټاکل شوې ده  په روسیې کې د طالبانو د موقته حکومت د  مشر له مرستیال ملابرادر او طالبانوله دفاع وزیر ملایعقوب سره  لیده کاته وکړي .

له دغې کتنې سره په یووخت د طالبانو یو پلاوی   ناروې ته هم تللی دی څو له لویدیځي ټولنو سره  کتنه او خبرې اترې وکړي .دطالبانو پلاوی په روسیې کې په داسې  حال کې  له مخالفو لورو سره لیده کاته کوي ، چې  له دې مخکې د طالبانو یو پلاوی ددغې ډلې د خارجه وزارت د موقته سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ  تهران ته هم په سفر تللی ؤ   او له اسماعیل خان او  احمد مسعود سره ئې  لیده کاته کړي وو .  دغه لیده کاته ،  له  مخالفو او  جهادي لورو او نورو ډلو ټپلو سره  دملګرتیا لپاره د طالبانو  له سخت دریځ سره  کومې نتیجې ته ونه رسیدل . اوس   دملابرادر لوری  په روسیې کې  په مشورو بوخت  دی چې  د  امیرخان متقي   او حقانی لوری سره په پرتله کې لا نرم او محافظه کار  دی . په دې باب  دا ټکی د پام وړ دی چې  په قطر او ناروې کې  له لویدیځي ټولنو سره د طالبانو سلامشورې  بې نتیجې دي او هڅه کوي ، له مخالفو  بهیرونو سره په روغې جوړې سره  چې  دې ځل په روسیې کې روانې دي،په افغانستان  کې  دخپل حاکمیّت د دوام لپاره  لامناسبت شرائط برابر کړي . که دغه  دغه اخستون سم وي ، نو وئیل کیدلی شی  د داخلی او بهرنیو  دباؤنو دکمولولپاره  طالبانو آسانه  او لاښه لاره غوره کړې ده . 

 بې شکه لویدیځي ټولنو د افغانستان د نیواک  په تیرو دوو لسیزو کې  ښودلې  چې یوازې پخپلو ګټو فکر کوي  او د افغانستان ولس د امریکا او لویدیځوالو  په سیمه ایزو سیاستونو کې هیڅ ځاي  نه لری . طالبانو په دا وروستیو کې   له امریکا سره په چلند کې د دوه ګوڼي سیاست  په غوره کولو سره یعني  له دوي سره د مخالفت  د دریځ په اعلانولو او له بل پلوه دقطر په شمول  په ځينو ځایونو کې په پټو خبرواترو سره  دې نتیجې ته رسیدلی دي چې واشنګټن نه غواړي ، د افغانستان دخلکو  دمشکلاتو له حل سره مرسته وکړي   او د افغانستان د شتمنیو  په کنګل کولو سره عملا  پر طالبانو د زیات دباؤ  په اعمالولو پسې دي څو دغه ډله د سپينې ماڼۍ غوښتنو  منلو ته اړباسي .

 په هرحال ډيری شناندي او کارپوهان وائي ، افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کې ، څو سیاسی نظامونه تجروبه کړي دي چې  نه دي توانیدلي په  ملی وفاق او اتحاد رامینځةکولو سره  د افغانستان  دب حران له  اساسی حل سره مرسته وکړي . پر دې اساس  طالبانو  ددغې موخې د پوره کیدا لپاره یو بل  او تاریخي  فرصت پیدا کړی چې  د افغانستان د ولس تمې هم   له دې زیاتې نه دي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i111518

captcha