ایکنا خبري آژانس راپور راکړ ، په ۱۹۹۰کال کې په قرقزستان کې یوازې ۴۰ جوماتونه وو ،خو دم ګړۍ په دغه هیواد کې د جوماتونو شمیر په اوڅاره توګه زیات شوی او څه دپاسه څلور سوه جوماتونو ته رسیږي چې په هغو کې یو مرکزی جومات دبیشکک دامام سرخسي جومات دی
دغه جومات په درې اعشاریه پنځه هیکټره مځکې باندې جوړ شوی او د هرې مینارې لوړوالی ئې اویا میټره دی .
د بیشکک د امام سرخسي جومات په مینځۍ آسیا کې تر ټولو ستر جومات په توګه یادیږي . دغه جومات د اته ویش زره لمونځ ګوزارو ګنجایش لري او دعثماني امپراتورۍ د معمارۍ په سټایل سره جوړ شوی دی دی او د استانبول آبی جومات ته ورته دی .
ددغه جومات د ځینو برخو په اړه یو ویډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .