IQNA

میرمن نائله صبری د اسلام او قرآن د دفاع په لاره کې سترجهاد کوي

19:15 - January 25, 2022
د خبر لمبر: 3485322
تهران(ایکنا) – میرمن نائله صبري یوه فلسطینۍ میرمن او د؛ المبصر النور القرآن  ؛ نومې تفسسیر مفسّره ده  چې د څارونکو په وینا ،د اسلام د پاک دین په دفاع او دعلم په ډګر کې دهغې مجاهدتونه ، له نیواکګرو صهیونیسټانو سره  د مبارزې په ډګر کې د مقاومت د مبارزانو له مجاهدته کم  نه دي .

ایکنا خبری آژانس د قلقیلیة تایمز له قوله راپور راکړ، داسې ښکاري ، فلسطین  له خپلو اتلانو او عالمانو سره تل د مونږ د سترګو په وړاندې د غره په شان ټينګ دریدلي دی . هماغه شان چې  په خپل کلک مقاومت او جهاد سره په قدرت او اقتدار سره په ډګر کې شتون لري .په دې مینځو میان کې فلسطینۍ میرمنې هم  له سړیو سره د علم ،بخښنې ، ویاړ او اتلوالۍ په ډګرونو کې له سړیو سره سیالي کوي .

میرمن نائله صبري یوه فلسطینۍ بانو ده چې د هغې د قرآن کریم تفسیر  چې په یولسو سترو ټوکو کې چاپ شوی دی ، یوه ځانګړي علمي بریا حسابیږي .

داسې یو تفسیر چې  په ژورتیا، دقت او پیاوړي تحلیل سره ترسره  شوی  او د فلسطین  اود فلسطین د ولس  لپاره یوه ځانګړي بریا او د اسلامی کتابتون لپاره یوه مهمه زیرمه حسابیږي .

 د فلسطین دغه عالمه او مبلغه میرمن  چې د میرمنو په مفتي هم مشهوره ده ، په ۱۹۴۴کال کې د لویدیځي غاړې په قلقیلیه سیمې کې زیږیدلې د ه او  له لومړنیو زده کړو وروسته ئې  خپلې  زده کړې ددینی علومو په مدرسې کې پاي ته رسولي دي .

هغې  بیا تر شلوکلونو پورې د قرآن کریم  دتفسیر په تالیف تیر کړي او په دې مودې کې ئې د توحیدا و حدیث ډير زیات کتابونه او دغه راز د قرآن د تفسیر څه دپاسه یو سل پنځوس کتابونه مطالعه  کړي دي .

میرمن نایله صبري د  ؛ المبصرلنور القرآن ؛ په عنوان سره دیوه ستر تفسیر  خاونده ده چې لومړنی چاپ ئې  په متحده عربی اماراتو کې په ۱۹۹۷کال کې  شوی  او په ۲۰۰۳کال کې  په بحرین کې هم چاپ شوی  دی . هغه همداراز څو نور کتابونه هم لري  چې په هغوکې ترټولو وروستی کتاب ؛ اسماء الله الحسنی ( دخداي ښکلي نامې ) دی  چې په اردن کې چاپ او په څلورو جلدو کې  خپور شوی دی .

میرمن نایله صبري  په یوې متدیّنې او علم دوست کورنۍ کې  لویه شوې ده او هغه د خداي بخښلي شیخ هاشم حسن ثبری  چې دالازهر فارغ ا لتحصیل  ااو د قلقلیه  ولایت پخوانی مفتی  او د العمری جومات امام  او تر ۱۹۸۷کال پورې  په المرابطین او السعیدیه کې په دوو مدرسو کې داسلام ددین   دچارو استاد پاتې شوی دی .میرمن نایله  صبری د قدس او د  فلسطینیو ټاتوبو  پخوانی مفتي او  الاقصی جومات د خطیب شیخ عکرمه سعید صبری ماندنه ده .

«نائله صبری» بانوی فلسطینی صاحب تفسیر المبصر لنور القرآن/آماده

«نائله صبری» بانوی فلسطینی صاحب تفسیر المبصر لنور القرآن/آماده

د فلسطین  الامه ورځپاڼې  دهغې په باب لیکلي دي،میرمن نایله له کلونو کلونو راهسې دعلم ترلاسه کولو او مطالعې ته په نه ستړې کیدونکي هوډ او ارادې سره  هماغه شان دوام ورکوي تر دې چې خداوند  ورباندې د علم دروازې خلاصې کړي  او د حفظ ، درک او کمال حده ته رسیدلې ده او په قدرت سره ئې دقرآن کریم تفسیر اوتحلیل  او دقرآن د کلام  پيژندګلوۍ او  ددغه لوي آسماني کتاب د سترو رازونو او احکامو دمعنو پيژندګلوۍ او زده کړې ته ئې  هماغه راز دوام ورکړی دی .  هغې ډيرې ارزښتمنې علمي مقالې او تالیفات  هم لري چې  دعلم مینه ورڅخه استفاده کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4031030/%D 

captcha