IQNA

په پيښورکښې د ایران د لاسي صنایعو او سیاحتي ځایونو د انځورونو نندارتون جوړشو

15:14 - January 26, 2022
د خبر لمبر: 3485326
تهران (ایکنا)- د سباوون د لسیزې د رارسیدو په درشل کښې د پاکستان په پیښور کښې د ایران کلتور خونې د ایران د لاسي صنایعو او د سیاحتي ځایونو د تصویرونو یو نندارتون ترسره کړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزی یعنی  د سباوون   لسیزې د رارسیدو په درشل کښې د پاکستان په پیښور کښې د ایران کلتور ي خونې د ایران د لاسي صنایعو او د سیاحتي ځایونو د تصویرونو یو نندارتون ترسره کړ

د دغه نندارتون د پرانیستې یا افتتاحیه دستورو کښې د یادې کلتورخونې مشر مهران اسکندریان د ایران او پاکستان کلتوري او تمدني مخینې او مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د کلتوري نندارتون ترسره کیدل او د پيښور له ایډورډ تاریخي کالج سره د ملګرتیا د ور خلاصیدل محصلینو او نوي نسل ته د ایران د بډایه تمدن، کلتور او هنر د ورپیژندنې په لړ کښې یو لوړ ګام دی.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i111556  

captcha