IQNA

د تولید په سنګرکې د ټيکدار او کارکونکي جهاد د اقتصادي جنګ په ماتې د امریکا د اعتراف سبب شو

15:32 - January 30, 2022
د خبر لمبر: 3485341
تهران (ایکنا) – د اسلامی انقلاب معظم پر مسئولانو غږ وکړ ،د تولیدد ملاتړ او څارنې د مدیریّت  او صنعتي سټراټژۍ د نقشې د سند  په رامینځةکولو سره دې،هیواد پرمختګ  او د کارکسب او د تولید د زیاتولو ، د تاوانونو د کمولو او ختمولو لارې ته  د خلکو د ژوند ترښه کیدا پورې  دوام وکړي .

ایکناخبری آژآنس د رهبرۍ  د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن  د تولیدونکو او د اقتصادي  او صنعتي فعالانو، ټيکدارانو او تولیدونکو  په ټول کې په سخت اقتصادي جنګ کې د امریکا په بې شرمه ناکامۍ کې د کارکونکو او ټيکدارانو  رول ته په اشارې سره   اقتصادي فعالان ،د  کارکسب رامینځةکونکي ټيکداران ، له امریکا سره داقتصادي  جنګ په مقابل کې دمقدسې دفاع په صفلا او خلوص سره  مبارزان وبلل  او  وې فرمائيل ؛ هڅانده مسئولان دې  د صنعتي سټراټژۍ  او د ه دایت د مدیریّت ، نظارت  او د تولید ملاتړ د سټراټژۍ  دنقشې د سند په رامینځةکولو سره ، د هیواد پرمختګ اتو دکارکسب او د تولید، د کارکسب  او د هیواد د پرمختګ  چټکولو ته  په لازیاتې هڅې سره  دوام ورکړي ، څو  د  خلکو په ژوند کې  ددغاه بهیر آثار رابرسیره شي .

داسلامی انقلاب معظم لارښود  هغو ټکو ته د حکومتي مسئولانو  پام ضروءي وباله چې  په نننۍ کتنې :ې   تولیدونکو او صنعتګرانو پرې ټينګار کړی ، دغه راز ئې په دې خبرې په ټينګار سره چې ددغو کسانو  له خپلې خولې  د اقتصادي فعالانو له بریالیتوبه  دخلکو خبرول ، د دښمن له نفسیاتي جنګ سره د مقابلې لپاره ډير ښه دي ، ټينګار وکړ ،  البته که په په تیرو لسو کلونو کې مسئ،لانو  له تولیدونکو سره لازیاته ملګرتیا کولئ ،نو  تاوانونه به لا کم او بریالیتوبونه به لازیات وو .

دوي همداراز  تولید جهاد وباله او وې فرمائيل ؛د د ایران د بهرنیو مبادلاتو د کنګل کولو لپاره ددښمنانو د پلانونې او اسعاري سرچینو  دغوڅولو او دغه راز د  تیلو او ګیسو د خرڅلاؤ د مخنیوی لپاره د دښمن دهڅې او په اقتصاد باندې  د حملې په مقابل کې  د تولیدونکو کلکه دریدا ، په حقیقت کې جهاد او یو ترټولو ستر عبادت دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټینګار سره چې  د تولید د سنګر  دفتح کولو لپاره د دښمن پلانونې ، له ماتې سره مخ شوي دي ، ووئيل ؛ د  هیواد په اقتصاد باندې په دغو یرغلونو کې  د خلکو په معیشت کې  مشکلات رامینځة شول ، خو تولید ناکام نه شو  او د امریکا د خارجه وزارت  ویندوي  څو ورځې مخکې  په ډاګه وئيلی دي ، چې د زیاتره دباؤ سیاست د امریکا د شرمونکي  ماتې سبب شوی دی .

حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا کې وفرمائيل ، البته ډيره مشکلات شته چې  یوازې بندیزونو پورې اړونده نه دي ، بلکې ځيني کم کارۍ او تیروتي فیصلې د ددغو مشکلاتو د  یوې مهمې برخې سبب شوي دي . باید درست لاس په لاس کې ورکړو او د هیواد اقتصاد پخپل مټ او پخپلو داخلی توانمینو بانډې په  تکیې سره هغه حد ته ورسوو ،چې  پر بهرنیوتوانمنیو بسیه کول او ورته  انتظار کول نور د تولیداتو او کارکسب د زیاتولو او  د پرمختګ  خنډ نه شي . البته دوي همداراز د  کور د لوازماتو له ځينو داخلي تولیدونکو څخه  په ګیلې ښودلو سره وفرمائيل ؛  له هغو ملاتړونو سره سره ، چې  له دغو تولیدونکو شوي دي ،خو ویل کیږي ، چې  د دوي ځيني محصولاتو بیّې دوه برابره زیاتې شوي دي ، چې باید داسې  ونه شي  او دغه راز د داخلی شیانو کیفیّت هم باید لوړ پاتې شي .

د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  له وینا مخکې په دغې غونډې کې دمختلفو برخو څوارلسو ټيکدارانو او فعالانو  خپل نظرات او لیدتوګې هم وړاندې کړې  او له خپلو مشکلاتو او فعالیتونو ئې د اسلامی انقلاب معظم لارښود خبر کړ .

https://iqna.ir/fa/news/4032336/%D9%85%

captcha