IQNA

د امام علی النقي (ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

5:38 - February 05, 2022
د خبر لمبر: 3485365
تهران (ایکنا) - د رجب د میاشتې دریمه نیټه د اسلام  د ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص) دیوه لمسي او د امامت د آسمان د لسم ځلانده ستوري حضرت امام  علی النقي  هادي علیه السلام دشهادت کلیزه ده .

حضرت امام علی النقی  الهادي علیه السلام په ۲۱۲قمری کال کې له مدینې ښار سره نزدې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې  او دخپل پلاربزګوار حضرت امام محمد تقي الجواد علیه السلام په لارښونو سره  وروزل شو .

د  حضرت امام علی نقي علیه السلام یو لقب ؛هادي ،  دلارښونکوي په معنا دی . دغه امام بزرګوار  د ریښتیني اسلام دځلیدا  او معرفۍ کې  ډيرې زیاتې هلې ځلې  کړي دي . له یوه پلوه  د امام هادي (ع)علم او پوهه  او له بل پلوه په خلکو کې د هغه بزرګوار  د محبوبیّت  زیاتیدا ، د عباسی  واکمنانو کینه او حسادت راپاروۀ چې بلاخره په یوې دسیسې کې ئې  هغه بزرګوار  په همداسې ورځ  شهید کړ .

د ایکناخبری اژانس  درست کارکونکي  په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .   

captcha