IQNA

د اسلامی انقلاب آئيډیا او په نړۍکې دمقاومت نرم آوزار په نامې وبینارترسره کیږي

16:25 - February 07, 2022
د خبر لمبر: 3485379
تهران (ایکنا) – ایکناخبری آژانس د اسلامی انقلاب په درشل کې او  دسباؤن لسزې په شپو ورځو کې د سلواغې په نولسمه نیټه د یوشمیر سیاسی او مذهبی شیخصیتونو په شتون سره  ؛ اسلامي  انقلاب  او د مقاومت د نرم آوزار په نامې سره وبینار ترسره کوي .

د اسلامی انقلاب آئيډیا او په نړۍکې دمقاومت نرم آوزار په نامې وبینارترسره کیږيایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی انقلاب د درې څلویښتمې کلیزې په درشل کې د سلواغې په نولسمه نیټه به د ایکنا په کوربتوب سره د ایران د پخواني خارجه وزیر منوچهرمتکی پشمول د یوشمیرنړیوالو سیاسی او مذهبی شخصیّتونو په شتون سره د پوهنتونوالو د قرآني ادارې په مبین سټوډیو کې ویډیوئي  او آنلاین بڼه دغه نړیوال وبینار ترسره کړي .

ټاکل شوې ده ،منوچهر متکی به ددغه وبینار غوره ویناوال وي او دغه راز به د ویډیوئي کنفرانس له لارې د  لبنان د حزب الله  ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي،د عراق د النجباء مقاومتي غورځنګ ویندوي نصر الشمري او دیمن یو سیاسی فعال سید صادق الشرقي په آنلاین توګه  په دغه وبینار کې خپل نظرونه وړاندې کړي .

په دغه نړیوالو  وبینار کې چې د سلواغې د میاشتې د نولسمې نیټې له سهار اته نیمو بجو پیلیږي ،د نړیوالو شخصیّتونو د ویناؤ چورلیزونه ، اسلامی انقلاب؛په اوسمهاله نړۍ کې د مقاومت نرم آوزار ،اسلامی انقلاب او د مقاومت او سرښیندنې قطب نما،اسلامی انقلاب او دظلم په خلاف او د مظلوم ملګرتیا او دغه راز اسلامی انقلاب او د استکبار د سلطې نفی کول ، عنوان شوي دي .

له دغه وبینار سره  ګروهمن کسان په دغې غونډې کې  په دغو لیکونو سره برخه اخستلی شي

https://live ۲.olgou.ir/b/iqn-ew۳-۰۵ f-kps او دغه راز په اینسټاګرام سوشل میډیا کې د ایکنا ایډریس iqna_video@     او له دې سره  پخپل موبایل باندې هم  په  RQ   پسورډ سره په ژوندئ بڼه  دغه وبینار کتلی او تعقیبولی شي  .

https://iqna.ir/fa/news/4034211

د اسلامی انقلاب آئيډیا او په نړۍکې دمقاومت نرم آوزار په نامې وبینارترسره کیږي

captcha