IQNA

ایران د پاکستان دوست او نزدې شریک هیواد دی

16:08 - February 19, 2022
د خبر لمبر: 3485435
تهران (ایکنا) –د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي د ایران او پاکستان د لوړپوړو چارواکو سفرونه رغنده  او ګټه ور وبلل او وې وئيل ، تهران د اسلام اباد یو نزدې شریک او دوست دی .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپورراکړ، دپاکستان د خارجه وزارت ویندوي عاصم افتخار  نن سهار په اسلام اباد کې پخپل اونیز خبری کنفرانس کې اسلام اباد ته دایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د وروستي سفر په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ټينګار وکړ، دا سفر ی، ډير مهم سفر  او له تهران سرهد رغنده تعامل یوه برخه ده .

 هغه زیاته کړې، پاکستان ته د ایران د کورنیو چارو وزیر سفر پراخه ایجنډا درلوده، په لوړه سویه لیده کاته او ګټه ورې  مشورې شوي دي ، مونږ باؤري یوو دغه لیده کاته  له ایران سره د پاکستان د ډير ګټه ور او رغنده تعامل او خبرواترو یوه مهمه  برخه ده . مونږ له ایران سره تعامل ته  هماغه راز دوام ورکوو، ځکه  چې ایران د مونږ یو دوست ورور ،ګاونډی او ډير نزدې شریک  هیواد دی .

دا په داسې حال کې دي ، چې د پاکستان د  ولسی جرګې مرستیال  مشر قاسم خان سوري  نن د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته په دوه ورځني سفر راغلی څو د دوو اړخیزو اړیکود  پراختیا او دپارلیماني اړیکو غښتلتیا په موخې سره د ایران د اسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .

https://www.irna.ir/news/84654998

captcha