ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امیر آبادي فراهاني په تهران کې د پاکستان د ولسی جرګې له مرستیال مشر قاسم خان سوري او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ووئيل ، دایران اسلامی شورا د ایران او پاکستان په پولې کې د ګډو بازارچو دجوړړولو او د سرحدي ګمرکاتو د زیاتولو ملاتړ کوي .
هغه زیاته کړې ، له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا دایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان او حکومت کې دغه کلکه اراده شته ده .
د ایران او پاکستان دپارلیماني دوستۍ د ډلې مشر همداراز ، د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او د ایران او پاکستان دامنیتي مسئولانو ترمینځ د لازیاتې غږملتیا د ضرورت اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل ، د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کې له ترهه ګرو ډلو سره مقابله ، دنشه ایزو موادو ، د شیانو دقاچاق او دغه راز د سونګو د قاچاق مخنیوی یوه حیاتي او ضروري چاره ده .
امیر آبادي فراهاني پاکستان ته دایران د ګیسو د پایپ لاین داجرائي کیدا په باب هم ووئيل ، دګیسو د منتقلونکي پایپ لاین اجرائي عملیات پاي ته رسیدلي دي او د پاکستان چارواکي باید دخپلو ژمنتیاؤ د اجرائي کولو لپاره عملی ګامونه پورته کړي .
دپاکستان د ولسی جرګې مرستیال مشر قاسم خان سوري هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ ، ګډو دیني ، تاریخي ، مذهبی ، کلتوري او مځکنیو مشترکاتو مخینه د تاریخ په اوږدو کې د ایران او پاکستان د پیوند او داړیکو د پیاوړتیا عامله وبلله او د ایران او پاکستان د ولسی ، تجارتي ، کلتوري او پارلیماني اورګانونو ترمینځ د ارتباطاتو پر اهمیّت په ټينګار سره ئې ووئيل ، د پاکستان ، حکومتي ،پارلیماني او پوځي چارواکي په مختلفو حوزو کې له تهران سره د نزدوملګرتیاؤ د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي دي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان د دواړو هیوادونو ترمینځ دنوو سرحدي لارو د پرانیستو دبهیر هرکلی کوي روښانه کړه ، د ټوریزم په تیره بیا د پاکستانیو زیارتوالو د تګ راتګ د آسانولو په زمینې کې د پاکستان او ایران د ملګرتیاؤ د سوئې د لوړتیا هڅه کوو .
داپه داسې حال کې دي چې ایران ته د پاکستان د ولسی جرګې د مرستیال مشر له سفر سره په یووخت د پاکستان د لاهور د تجارتي کوټې یو لوړ پوړی تجارتي پلاوی هم له څو ورځو راهسې په ایران کې دی څو له ایرانیو تجارتی اورګانونو او تاجرانو سره د تجارتي چارو او دملګرتیاؤ د پراختیاپه اړه ورسره خبرې اترې وکړي .