IQNA

په عمان کې د قرآن سیالۍ له دوه کلن ځنډه وروسته بیا ترسره کیږي

14:14 - March 07, 2022
د خبر لمبر: 3485501
تهران (ایکنا) – په د رستې نړۍ کې د کرونائي بحران په خوریدا پسې له دوه کلن ځنډه وروسته ، عمان یو ځل بیا د سلطان قابوس په نامې سره د قرآن ملی سیالۍ بیا ترسره کوي .

ایکناخبری اژانس د ټایمز آف عمان له قوله  راپور راکړ ، دعمان  خبری آژانس په یوه راپور کې وئيلي دي ،د سلطان قابوس په نامې سره د قرآن سیالۍ  دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په  خوریدا پسې  له دوو کلونو وروسته بیا پیلیږي.

 د سلطان قابوس  دعلم او فرهنګ  عالی مرکز په اوو څانګو کې د دقرآن  دملی سیالیو د دیرشم پړاؤ د ترسره کیدا خبر ورکړی دی .

 دغه مرکز په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د نامو د ثبتولو خبرتیا به د      www.quran.gov.om   ویب پاڼې له لارې صادره شي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،مقدماتي سیالس په اګست میاشت کې  کیږي او  له دې وروسته به نهائي سیالۍ په راتلونکي ستمبر میاشت کې ترسره شي . 

همداراز به ددغو سیالیو د غوره  کسانو دنامې او د دوي ستاینې اوقدرونې دستورې په دسمبر میاشت کې ترسره شي .

د قرآن حفظ ، قرائت ته  دعمان د  خلکو هڅول ، د قرآنی نسل روزل ، د قرآن د ممتاز او غوره قاریانو موندل  او د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د عمان  داوسیدونکو قرآني فعالانو د شتون پیاوړتیا ، ددغو سیالیو تر ټولو مهمې موخې دي . دغه سیالۍ په لومړي ځل  په درو څانګو کې په ۱۹۹۲کال کې پیل شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4040859/مسابقات-

captcha