ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یولړ څرګندونو کې وویل باید هغه ټول بندیزونه چې د ایران د اقتصادي ګټو مخه نیسي، لیرې کړې شي او د تیلو، پټروکیمیکل، اوسپنې او د کنسټرکشن او کشتۍ چلونې د برخو په شمول د ایران د اقتصاد ټول خنډونه باید ختم شي
سعید خطیب زاده په مشهد کښې په یولړ دستورو کښې زیاته کړه:هرڅه چې د ایټمي موافقې او د ویانا په مذاکراتو کښې شوي دي، د ایران د خلکو د ګټو د ساتنې په لړ کښې دي.
هغه د یوکراین د جنګ په هکله هم وویل چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روسیې او یوکراین په جنګ کښې د ایران دریځ څرګند کړ او د بهرنیو چارو وزارت د هغوي د خبرو په پیروۍ کښې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ مخالف دی او هغه بد او باطل ګڼي.
هغه زیاته کړه چې له څو لسیزو مخکښې راهیسې اقتصادي کلتوري او سیاسي جنګ پيل شوی و او اوس په پوځي جګړې بدل شوی دی چې حل لاره نه ده، باید خبرې اترې پیل شي او جنګ ختم شي او ایټمي شخړه رامینځته نه شي.