ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په کابل کښې د ایران سفارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ، د افغانستان اوسني موقته حکومت ته په تهران کښې د افغانستان د سفارت ورسپارل یوه ناسمه ادعا ده کومه چې د فرانسې خبري اژانس پشمول په بهرنیو رسندویو کې مطرح شوي ده .
په راپور کې وئيل شوي دي،که څه هم په خارجي هیوادونو کښې د افغانستان سفارتونو د طالبانو په رسمیت له پیژندلو ډډه کړي ده خو دغه سفارتونه د دغه ډلې د نویو ډيپلوماټانو د منلو لپاره د کابل له زیاتیدونکي دباو سره مخامخ دي .
د افغانستان د ډيپلوماټیکو نمایندګیو کابو شپیته سفیران ،سرکنسولان او یا مشران چې د تیر حکومت لخوا ټاکل شوي دي د طالبانو له حکومت سره له ملګرتیا کولو ډډه کړي ده .
په دې ارتباط په ایټالیا کښې د افغانستان سفیر خالد ذکریا وویل طالبانو په زور سره قدرت په لاس کښې اخیستی دی او له هرډول داخلي او خارجي روا والي څخه محرومه دي .