اکیناخبری آژانس د اې این آئي نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون مازدیګر د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې ویناکې ټینګار وکړ،له اسلامه د ویرولو پروسه د ستمبر له یولسمې پيښو وروسته زیاته شوې او له کنټرولیدا پرته ئې دوام درلودلی،ځکه اسلامی هیوادونو نړیوالو ته د سوچه اسلام په معرفي کولو کې هیڅ کار نه دی کړی .
عمران خان د خپلې وینا په بلې برخې کې دغونډې ګډون کونکو ته په خطاب کې ووئيل ، ایمان له ترهه ګرۍ سره هیڅ ربط نه لري . هغه همداراز داپوښتنه هم مطرح کړه،چې لویدیځي نړۍ څرنګه مسلمانان په مینځ لارو او افراط پالوویشلی شي، کله چې اسلام له ترهه ګرۍسره یو شان ګڼي . ؟
د پاکستان لومړي وزیرروښانه کړې، ما دخپل ژوند زیاتره برخه په انګلستان کې تیره کړې ده او د یوه نړیوال لوبغاړي او سپورټس مین په عنوان سره مو درستې نړۍ ته سفرونه کړي دي ، ما له اسلامه د ویرولو د پروسې وده ، د ستمبر د یولسمې له پيښو وروسته ولیده . عمران خان زیاته کړې ، له اسلامه د ویرولو وده دوام لري او دلیل ئې دا دی چې اسلامی هیوادونه له اسلامه د ویرولو د پروسې په وړاندې هیڅ کار نه کوي.
، اسلام څرنګه له ترهه ګرس سره یو شان شوی دی ؟
د پاکستان لومړی وزیر د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ جومات کې د ۲۰۱۹ کال د ډ ژو پيښې ته په اشارې سره ووئيل ، کله دا موضوع (یعني اسلام او ترهه ګري یو شان بلل) رامینځةکیږي ، نو بیا څرنګه په لویدیځي هیواد کې یو کس په مینځ لاري او سرزوری مسلمانانو ترمینځ توپیر کولی شي ؟
هغه زیاته کړې ، له بده مرغه باید یو کار شوی وائ ، چې البته هیڅ ونه شول ، اسلامی هیوادونه باید له اسلامه د ویرولو د پروسې د ودې په وړاندې دریځ غوره کړي او چپه خولۀ پاتې نشي .
د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو اته څلویښتمه دوه ورځنۍ ناستې پرون پیل شوي