ناصر رفیعي په دې اړه د قران کریم د عنکبوت مبارکې سورې ته اشاره کوي : بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ(عنکبوت/۴۹)
په دغه ایت کښې ټینګار شوی دی چې قران د هغو کسانو لپاره چې د درک خاوندان دي ډیر روښانه دی خو هغه کسان چې د درک خاوندان نه دي نه یوازې له قران کریم څخه کومه ګټه نه پورته کوي بلکې د قران کریم له ایتونو انکار کوي .
د قران کریم په هکله زمونږ لومړۍ(۱) دنده ، د قران زده کول ، او د قران کریم په سم ډول د لوستلو لپاره هڅه ده .
د قران کریم په هکله زمونږ دوهمه(۲) دنده د قران کریم تلاوت کول دي ، باید د قران کریم لوستلو ته پام وکړو .
د قران کریم په هکله زمونږ دریمه(۳) دنده د قران کریم اوریدل . خدای پاک په قران کریم کښې فرمايي کله چې د قران تلاوت کیږي ، چپ شئ او ورته غوږ شئ .( اعراف /۲۰۴)
د قران کریم په هکله زمونږ څلورمه(۴) دنده د قران کریم احترام او درنښت کول دي . ډیره بده خبره ده چې د قران په هکله بې احترامۍ وکړو او یا قران په نامناسب ځاې کښې کیږدوو .
د قران کریم په هکله زمونږ پینځمه(۵) دنده په قران کښې تدبر کول دي .
علامه طباطبايي فرمائیل زه هره ورځ د قران لس(۱۰) جزه لولم خو هره ورځ د قران په یوه(۱) ایت کښې تدبر کوم ، ځکه چې تدبر د قران په معنا کښې د دقت په معنا دی .
د قران کریم په هکله زمونږ شپږمه(۶) دنده په قران کریم عمل کول دي ؛ په روایت کښې شته چې ډیرې کسان قران کریم لولي خو قران په دغو کسانو لعنت کوي ځکه چې دوې د قران په ایتونو عمل نه کوي .
د قران کریم په هکله زمونږ اومه(۷) دنده ، د قران کریم حفظ کول دي ؛مونږ باید د خپل توان په اندازه قران کریم حفظ کړو .
(سید محمد حسین طباطبايي چې په علامه طبا طباي مشهور دی تفسیر لیکونکی ، فیلسوف ، فقیه او اسلام پیژاندی و چې تفسیر المیزان ، اصول فلسفه او روش رئالیزم د هغه په کتابونو کښې شامل دي .)