IQNA

کوچنی اختر د وړ بندګانواختر دی

15:36 - May 02, 2022
د خبر لمبر: 3485741
تهران (ایکنا)له یوې میاشتې روژې نیولو وروسته هغه څه چې د روژه ساتونکو په تمه دي مبارک او عزیز اختر

دی ؛ د وړ کسانو عید چې توانیدلي دي د خدای په میلمستیا کښې سرلوړي شي او نجات ومومي.
د روژې د مبارکې میاشتې له ختمیدا وروسته ، د شوال میاشتې لومړۍ ورځ د کوچني اختر په توګه لمانځل کیږي؛کوچنی اختر د مسلمانانو یو ستر اختر دی.
په اسمان کښې د میاشتې په لیدو سره د روژې د میاشتې ختمیدل او د کوچني اختر د میاشتې پیلیدل اعلانیږي او د شوال د میاشتې لومړی ورځ کوچني اختر د رارسیدا په معنا دی.
د کوچني اختر په ورځ د روژې نیول حرام دي .
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د کوچني اختر په هکله فرمایلي دي او کله چې د کوچني اختر شپه شي خدای پاک ج د عمل کونکو انعام له حساب او کتاب پرته بښي او کله چې د کوچني اختر سهار شي خدای پاک فرښتتې ټولو ښارونو ته واستوي. فرښتې په ځمکې کوزې شي او په لارو او کوڅو کښې کښې ودریږي او ووايي : ای د محمد امته! د کریم پروردیګار په لور راووځئ چې هغه درته ډیر انعام درکړي اوسترې ګناهانې وبښي .
(امالی مفید،ص۲۳۲؛ اقبال الاعمال،
ج۱ ،ص۵
په دغه ورځ مسلمانان خپل ځینې مالونه د زکات په توګه بې وزله خلکو ته ورکوي؛دغه راز د یو بل په څنګ کښې راغونډیدا سره په ګډه د کوچني اختر لمونځ ترسره کوي.
دغه زکات که څه هم کم دی خو بې وزله او کمزورو انسانانو ته د مسلمانانو د پام ښودنه کوي اوپه ټولنه کښې د نورو خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د مومنانو د هڅې نښه ده.
په پای کښې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام روایت درته وړاندې کوو چې فرمايي « قد افلح من تزکی؛ وژغورل شو هغه څوک چې زکات یې ورکړ»(اعلی/۱۴) څوک شته چې زکات فطریه یې ورکړي وي.
د هر وګړي لپاره زکات فطریه د غنمو د وربشو د خرما د وریژو ممیزو په شان د غالب خوراک په توګه باید درې کلوګرامه وي .
خو مسلمانان د زکات فطریه په ورکولو سربیره کوچني اختر په سهار په ګډه لمونځ کوي.

captcha