IQNA

د سویډن په جنوب کښې د مسلمانانو یو شمیر قبرونه وران شول

15:04 - May 04, 2022
د خبر لمبر: 3485751
تهران(ایکنا)ـ د سویډن په جنوب کښې د مالمو ښار پولیسو راپور ورکړ نا پیژاندو کسانو په دغه ښار کښې په یوې هدیرې کښې د مسلمانانو یو شمیر قبرونه ړنګ کړي دي.

ایکنا خبري اژانس د اناتولي خبري اژانس په قول ویلي دي د سویډن
ایس وي ټي ټيلي ويژن تیره ورځ راپور ورکړچې د سویډن په جنوب کښې په مالمو ښار کښې په یوه قبرستان کښې د مسلمانانو او ارتوډکس عیسایانو کابوشل قبرونه ړنګ کړې شوي دي.
د سویډن حکومتي ټیلي ویژن ایس وي ټي د پولیسو د ویاند نیلز نورلینګ په قول وویل چې د مالمو ښار په اوسترا هدیرې کښې په ډیرو قبرونو سور رنګ شیندل شوی دی.
د سویډن ایس وي ډي ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې کابو شلو قبرونو ته تاوان رسیدلی دی او هغو مسلمانانو چې غوښتل يې د کوچني اختر په ورځ د خپلو مړو شویو خپلوانو لپاره دعا وکړي دغه پیښه کشف کړي ده اوپولیس یې خبر کړي دي.
د سویډن پولیسو وویل چې د دغه پیښې د عاملانو په هکله هیڅ اطلاع نلري او له عیني کتونکو یې وغوښتل چې له پولیسو سره تماس ټینګ کړي.
په تیرو اونیو کښې د مالمو په شمول د سویډن په بیلا بیلو ښارونود اسلام ضد سرزورو ډلوفعالیتونه زیات شوي دي.
په سویډن کښې د ډانمارک د سیاستوال راسموس پالودان په مشرۍ د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب قران کریم څوځله سپکاویو او د هغه سوځولو د دغه هیواد د مسلمانانو اعتراضونه رامینځته کړي دي.
راسموس پالودان چې په ډانمارک کښې د هغه اقدامات د عمومي هفکارو له منفي غبرګون سره مخامخ شول په ځلونو سویډن هیواد ته لاړ چې د مسلمانانو او پناه غواړو په کوڅو کښې قران مجید وسوځوي.
د سویډن مسلمانانو د قران کریم د سوځولو پرضد پراخې مظاهرې او اعتراضونه کړي او د اعتراض کونکو او پولیسو ترمینځ نښتې رامینځته شوي .

captcha