د خلکو د مرستو او د وقف له لارې له ژواک چاپیریال سره اړخ نیونکي جوماتونو ته پراختیا ورکړي .
ایکنا خبري اژانس د برناما (Bernama،)خبري اژانس په قول راپور ورکړ د مالیزیا هیواد د ژواک چاپیریال او د اوبو د وزارت د وزیر مرستیال منصور عثمان وویل د دغه مرستې هدف د جوماتونو د شنې ټیکنالوژۍ د پروژو لپاره ځاې ناستي مالي سرچینو ته اسان ، چټک او پایداره لاسرسی دی .
هغه په پلازمینې کوالا لامپور کښې په ګوسبک سیمه کښې د« زید حاریثه» د جومات د پرانیستلو په مراسمو کښې وویل دغه نوښت د ډله ییز مالي تامین په معنا دی چې پکښې هغه پیسې چې د خلکو ، د حکومتي برخې ، د شرکتونو او د غیر حکومتي موسسو یعني این جي او ګانو لخوا ورکول کیږي د جوماتونو د پراختیا لپاره به ولګول شي .
د مالیزیا هیواد دغه چارواکي ډاګینه کړه د دغه کمپاین هدف د شنو جوماتونو د پراختیا لپاره د یو میلیون رینګیټو یعني د دوه لکه اوه ویشت زره ډالرو راغونډول دي .
د شنو جوماتونو کمپاین د مالیزیا د ژواک چاپیریال او د اوبو د وزارت ، د شنې ټیکنالوژۍ د شرکت او د مالیزیا د اب و هوا د بدلونونو د شرکت (MGTC) او د مالیزیا د اوقافو د ټولنې لخوا له دوه زره شلم میلادي کال څخه پیل شوی دی .
د لومړیو حسابونو د راپور پراساس په شنو جوماتونو کښې په انرژۍ کښې د سپمه پوټینشل نهویشت فیصده ، د اوبو سپمه تر پینځویشت فیصدو او د کلورین ګازو د خپریدا کموالی تر نهویشت فیصدو پوری دی .