IQNA

د تارتارستان ستر مفتی د شارجه د قران مرکز ته قران ډالۍ کړ

16:39 - May 27, 2022
د خبر لمبر: 3485833
تهران(ایکنا)- د تارتارستان جمهوریت ستر مفتي «شیخ کامل سمیع الله» د «کازان» چاپ په نوم

مشهور د قران یوه کمه پیدا کیدونکي او نادره نسخه په متحده عربي اماراتو کښې د «شارجه» ښار د قران مرکز ته ډالۍ کړه.
ایکنا خبري اژانس د الخلیج ټکی ای اي( «alkhaleej.ae»،)خبري سایټ پر اساس وايي د شارجه د قران د مرکز د مسوول شیر زاد عبدالرحمن په دې هکله وايي: د قران دغه نادره او نه ملاویدونکي نسخه د کاڼي د چاپ د قران تر ټولو زړه نسخه ده چې لرغونوالی یې ۱۸۰۳ میلادي کال ته ورستنیږي.
هغه وویل: د قران کریم دغه لرغوني نسخه «کازان بسمه» نومول کیږي چې په تارتارستان جمهوریت کښې د خلکو د پام وړ ده.
شیر زاد عبدالرحمن طاهر ډاګینه کړه: دا قران په تاریخ کښې د تارتارستان د علماو د هڅې نتیجه ده او د «بسمه» په نوم سره په کازاني ښکلي خط لیکل شوی دی.
د شارجه د قران د مرکز مسسوول ډاګینه کړه: په هغه وخت کښې د قران مجید دوې نسخې چاپ شوې چې لومړۍ نسخه د لویانو لپاره وه او په دوو ټوکو کښې په ستر حجم سره چاپ شوه،خو دوهمه نسخه چې په لسو ټومو کښې په کوچني حجم سره چاپ شوه د کوچنیانو لپاره وه.
هغه په پاې کښې وویل د قران کریم دغه ارزښمنه او نه پیداکیدونکي نسخه په هغه وخت کښې د اسیايي چاپخانې لخوا چاپ شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4059903

بچوې: قران ، امارات ، ایت
captcha