IQNA

د ایران پرضد د پریکړه لیک هدف د امتیاز اخیستل دي

15:48 - June 10, 2022
د خبر لمبر: 3485868
تهران (ایکنا)ـ د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د خپرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول وبلل.

هغه وویل بالاخره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي په غلط او ناسم راپور سره د امریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا د ایران پرضد پریکړه لیک خپور شو.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي ډاګینه کړه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي د ایران پرضد د دغه پریکړه لیک له خپرولو مخکې د صهیونیسټ رژیم له مشر سره کتنه وکړه او دغه پریکړه لیک د اسرائیلو رژیم سره د اټومي اژانس د مشر په بشپړه  غږملتیا سره خپور شو.

هغه وویل د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اطلاعات د صهیونیسټ رژیم لخوا برابر شوي او په بشپړه توګه بې طرفه نه دي او هغه جانبدارانه دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران ضد د پریکړه لیک د صادرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول دي وویل د ایران د اسلامي انقلاب دوښمانانو څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د ایران ملت امتحان کړی دی ، دغه ملت چا ته باج او کلنګ نه ورکوي او زور ویونکي خولې ته وهي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i117068

captcha