IQNA

قرآنی سورې/ 9

د قران کریم توبه سوره د خدای له نوم پرته پیلیږي

14:13 - June 11, 2022
د خبر لمبر: 3485871
تهران(ایکنا)-د قران کریم ټولې سورې د خدای پاک ج په نوم او د بسم الله الرحمن الرحیم په عبارت سره پیل شوي دي

، خو په دې مینځ ومان کښې یوه استثنا شته؛ او هغه دا چې د قران مجید توبه سوره د خدای له نوم پرته پیلیږي او دا خبره د کلام د هغه پریکندوالي په وجه ده چې په توبه سورې کښې کارول شوی دی.

د قران کریم «توبه» یا « برائت» سوره د وحي د کتاب نهمه سوره ده او یوسل نهویشت ایتونه لري.

توبه یوه مدني سوره ګڼل کیږي چې د قران کریم په لسمو او یولسمو جزونو کښې ده.

د نازلیدا له پلوه یوسل څوارلسمه (اخري) سوره ده چې په پیغمبر باندې نازله شوي ده.

په عربي ژبه کښې « د توبه » ټکی د بیرته ستنیدا په معنا دی او د قران په اصطلاح کښې له ګناه څخه د خدای خوا ته د ستنیدا په معنا دی.

د دغه سورې نومول د قران کریم په ډیرو ایتونو کښې د توبه په هکله د خبرو کولو په دلیل دی.

د توبه سورې یوه تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده  چې له بسم الله الرحمن الرحیم پرته پیلیږي  او مفسرانو په دې هکله بیلابیل دلایل بیان کړي دي لکه څرنګه :

بسم الله الرحمن الرحیم »د رحمت او د امان ورکولو ایت دی په داسې حال کښې چې توبه سوره د امان د اخیستون لپاره دی.

د توبه سورې اصلي موضوع د توبې مسله ده او له شرک څخه ایمان ته د بیرته ستنیدا او د حقیقي توبې لپاره لارو چارو او د لمانځه ، د زکات  او د جهاد په شمول موضوعګانو ته پام کوي.

دغه راز له دنیا سره د مینې ، تن اسایې (ارام غوښتل)، ګټه غوښتنې ، فرصت غوښتنې او د دروغ ویلو په شان د ګناهانو ټولګه مطرح کوي چې معمولا په ګناه کبیره یعني لویو ګناهانو کښې نه ګڼل کیږي او معمولا د مسلمان کیدا له ادعا او د دیندارۍ له تظاهر سره یوځاې کیږي؛ او په قران کریم کښې دغه کړچارونه د فسق او د کفر مصداق دی.

د قران کریم د توبه سوره له مشرکانو او منافقاتو سره د اړیکو د غوڅولو لپاره حکم دی خو د هغوې لپاره د توبې لاره خلاصه پریږدي او دغه سوره مومناتو ته حکم ورکوي که چیرې د دوې شاو خوا خلک مشرکان دي، له هغوې څخه ځانونه لیرې وساتي هماغه راز چې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل پلار څخه ځان لیری کړ.

د قران کریم د توبې سورې نورې موضوګانې د « ضرار» په نوم جومات ته اشاره ده داسې جومات چې د منافقانو لخوا د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو لپاره جوړ کړی شوی و او دغه جومات د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په حکم سره ړنګ کړی شو.

تړلې خبرونه
captcha