IQNA

د ایټالیا په ونیز ښار کښې لومړنی جومات جوړ شو

15:48 - June 12, 2022
د خبر لمبر: 3485878
تهران(ایکنا)- د ايټالیا هیواد په ونیز ښار کښې لومړني جومات په یو شمیر مراسمو کښې

 د دغه هیواد د عیسايي او د اسلامي موسسو د چارواکو په ګډون سره خپل کار پیل کړ.
ایکنا خبري اژانس د عرب نیوز په قول وویل د ونیز تاریخي ښار چې د یونیسکو موسسې د نړیوالو اثارو په فهرست کښې شامل دی همدا اوس په دغه ښار کښې زرګونو مسلمانانو لپاره نوی عبادت ځای لري اولومړنی جومات هم د دغه ښارد چارواکو او د ایټالیا د اسلامي ټولنې د استازیو په ګډون سره په تیرې جمعې ورځ پرانیستل شو.
دغه جومات د مسلمانانو د ځايي ټولنې لخوا په ونیز ښار او هلته نږدې په مستره صنعتي بندر
کښې د راغوڼد کړې شوي زکات په عاید سره اخیستل شوی.
د ايټالیا د اسلامي ټولنې د اتحادیې او د بولونیا د اسلامي ټولنې مشر یاسین لافرام وویل:هیله من یم له دې وروسته هغه سیلانیان چې له ټولې نړۍ څخه ونیز ښار ته راځي په هغو انځورونو سربیره چې په ونیز ښار کښې یې اخلي د ونیز جومات عکس هم واخلي او له ځانونو سره یې یوسي، مونږ په دې خبره ویاړ کووځکه چې دغه جومات زمونږ د پیوستون یو بل سند دی.
هغه زیاته کړه دغه جومات د ایټالیا د اساسي قانون په مهربانۍ سره چې ښاریزو ته د دین د انتخاب اجازه ورکوي ټولو خلکو ته خلاص دی .
د ایټالیا د اسلامي ټولنې د اتحاديې مشرپه دوام کښې وویل: په ونیز ښار کښې ټول وسیدونکي مسلمانان غواړي د داسې هیواد چې پکښې د ټولو خلکو احترام وي او د ټولو خلکو عمومي ګټې تامین شي له جوړولو سره
مرسته وکړي.
د ونیز د اسلامي ټولنې مشر سادمیر هم په یوې وینا کښې وویل: دغه جومات چې په څو کلتوره ښار کښې دی هره ورځ د ټولې دنیا سیلانیان د هغه لیدو ته ورځي ډیر فعالیت ولري او هلته د ټولو خلکو هرکلی کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4063603

captcha