IQNA

په قرآني معمارۍ سره د دوبئ نوی کتابتون افتتاح شو (انځورونه)

17:46 - June 22, 2022
د خبر لمبر: 3485912
ایکنا- (تهران ) د متحده عربی اماراتو د محمد بن راشد کتابتون،پخپلې خاصې معمارۍ سره چې د قرآن د رحیل سمبول لري ،په څه د پاسه یو میلیون چاپي کتابونو او  په مختلفو ژبو ا و پراخو امکاناتو باندې په الیکټرانیکي بڼه  په نهو پوړو  کې افتتاح شو .

ایکناخبری آژانس  د ډیلی نیوز له قوله راپور راکړ ،د محمد بن راشد کتابتون چې  د دوبۍ پر نهر د پاسه  دی ، دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې ،یعني دغبرګولې په ۲۳نیټه ئې مخ کتنه شوي  . 

ددوبئ  د مشر او حاکم مرستیال شیخ محمد بن راشد  دغه کتابتون چې د قرآن د رَحل  په شکل سره ئې معماري  شوي  او  په کابو یو میلیارډ درهمو لګښت سره جوړ شوی دی، افتتاح کړ.

د محمد بن راشد  کتابتون په اوو پوړیزې ودانۍ کې جوړ شوی  او په څه دپاسه  یو میلیون چاپی او الیکټرانیکي یا ډیجیټلي  کتابونو سره نهه تخصصي کتابخانې لري .ددغه کمپلیکس په تخصصي کتابونو کې ، د اماراتو کتابتون ،  دځوانانو کتابتون، د ماشومانو کتابتون ،د ځانګړو ټولګو برخه،، د نقشې او اطلس کتابتون، د هنر اورسانئ کتابتون، تجارتي کتابتون  او د ادواري خپرونو کتابتون  شامل  دی .

دغه کتابتون همداراز څه دپاسه شپږ میلون څیړنیزې مقالې ،۷۳ زره د موسیقۍ آهنګونه او سازونه ،۷۵ زره ویډیوګانې ، کابو دیارلس زره نوره مقالې او څه دپاسه پنځه زره تاریخي چاپي او ډيجیټليپ  مجلې  هم لري .همداراز  په دغه کتابتونو کې له درستې نړۍ کابو پنځه دیرش زره چاپي اوډيجیټلي  ورځپاڼې هم موجودې دي .

نمایی از کتابخانه محمد بن راشد در دبی

افتتاح کتابخانه محمد بن راشد در دبی

کتابخانه دبی، گنجینه‌ای با بیش از یک میلیون کتاب چاپی و دیجیتال + عکس

سالن مطالعه کتابخانه محمد بن راشد

کتابخانه دبی، گنجینه‌ای با بیش از یک میلیون کتاب چاپی و دیجیتال + عکس

حاکم دبی در مراسم افتتاح کتابخانه محمد بن راشد

افتتاح کتابخانه جدید دبی در 9 طبقه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مسئولان فرهنگی امارات در مراسم افتتاحیه کتابخانه محمد بن راشد

https://iqna.ir/fa/news/4065882/%

captcha