IQNA

افغانستان ته د ایران د انسان دوستۍ بیړتئ مرستې ورسیدې

17:14 - June 23, 2022
د خبر لمبر: 3485915
ایکناـ(تهران ) د طالبانو ویندوي نن په یولړڅرګندونو کې د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د اسنان د وستۍ د مرستو دترلاسه کولو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،د ایران له اسلامی جمهوریته د افغانستان له زلزله ځپلو سره د انسان دوستۍ له مرستوډکې  الوتکې  افغانستان ته رسیدلي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې عمومی منشي یعقوب سلیماني بیګا وئيلي وو ،د انسان دوستۍ د مرستو په جوپو کې  چې له تهرانه د پوځ په الوتکو په وسیله لیږدول کیږي ،څلور سوه خیمې، او اته سوه موکتونه اوفرشونه دي .

هغه همداراز زیاته کړې ، چې پر دغو شیانو سربیره ، یوه بله جوپه هم د ایران له سیستان او بلوچستان ولایته د مځکې له لارې  افغانستان ته لیږدول کیږي ،چې دولس سوه موکتونه، په زرګونو خوراکي پيکیجونه  او شپږ سوه مرستندویه خیمې پکې  بار دي

وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې چې له پاکستان سره په پوله واقع دي ،وړمه نیمه شپه شپږ اعشاریه یو ریشتر زلزلې له امله د مړو شمیر 

یو زر پنځه سوه تنو زیات شوی او دغه راز څو زره کسان پکې ټپيان اوبې درکه شوي هم دي. وئيل کیږي د افغانستان دطالبانو دحکومت مشر له درستې نړۍ او د انسان دوستۍ له ټولنو او موسیسو  د  افغانستان له غمځپلو خلکو سره د سملاسي مرستو غوښته کړې ده .

https://www.irna.ir/news/84799105/%     

captcha