IQNA

په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره دانسان دوستۍ د مرستو غوښته(مقابله)

17:52 - June 24, 2022
د خبر لمبر: 3485919
ایکنا-(تهران ) د افغانستان په خوست او پکتیکاولایتونو کې مرګوني زلزلې  په ډيرو زیاتو ځاني او مالی تاوانونو اړولو سره مرستندویه هڅې نه انکاریدونکي کړي دي . په عین حال کې  یوازې درې هیوادونو ،یعني د ایران اسلامی جمهوریت ، قطر او پاکستان  د افغانستان ولس لپاره خپلې مرستې لیږدولي دي .

 ایکناخبری آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستان په باب د  لویدیځ په تیره بیا دامریکامشخصو دریځونو ته په پام سره له افغانستان سره د دوي مرستو ته څه خاص تمه نشته ، خو  د افغانستان ولس  په انتظار کې دي ، چې داسلامی هیوادونو دیوه اورګان په توګه  د  اسلامی ملګرتیا موسیسه ، د  مالی مرستو د ترلاسه کولو او لیږدولو لپاره  په لازمو غږملتیاؤ او امکاناتو غونډولو سره ،  د افغانستان د مظلوم او کړیدلی ولس  ژغورنې ته ودانګي .

 د افغانستان د مسئلو یو کارپيژاند سروش امیري  په دې باب وائي ، په داسې حال کې چې لویدیځ  په سیاسی دلیلونو سره افغانستان هیر کړی دی ،  او  دغه وضعیّت ته څه توجه نه  لري ، اسلامي هیوادونه  دافغانستان له ولس سره  د مر سته رسونې لپاره له دروند مسئولیّت  سره مخامخ دي ، او باید یوازې د  اعلامیو په صادرولو بسنه ونه کړي ، د افغانستان ولس نه یوازې داقتصادي  اومعیشتي له نظره له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي  بلکې  د  مرسته رسونې او دکنډوالو د پاکولو د امکاناتو له نظره هم  په ډيرې تنګڅې کې دي .

پر دې اساس د افغانستان د ولس پر مصیبتونو د ن ړیوالو سترګو پټول ، یو نه بخښونکی جنایت دی . ځکه  په دغه هیواد کې انساني مسئلې باید  له سیاسی موضوعګانو سره ونه اغښل شي  او  میلیونونو اړمن انسانان  پخپل حال پرې نه ښودل شي . په دې باب دامریکا بې پروائي نه یوازې په افغانستان کې د انساني غمیزې په وړاندې د دوي بې مسئولیتي ښئ ،بلکې د دوي پر ټنډې د بې ننګۍ   داغ هم حسابیږي  چې  تل  دخپلو سیاستونو او غوښتو په اساس ، د  انساني حقوقو څخه د ملاتړ ډنډورې وهي .

  په دې باب د افغانستان د چارو یو بل شناندی  علی واحدي هم  وائي ، امریکا  هیڅکله هم  دافغانستان د ولس ترڅنګ نه ده  او  دافغانستان ولس ته  یوازې د خپلو ا ستعماري سیاستونو  په اساس سترګې غړوي  او اوس ئې  هم د افغانستان د ولس د شتمنیو په مصادره اوکنګل کولو سره ښودلې ده چې  ددغه هیواد دولس وضعیّت  دو اشنګټن لپاره  هیڅ اهمیّت نه لري .

په هرحال ، دافغانستان ولس  چې د ژوند په تیره بیا   د وروستیو زلزلو له امله په ترټولو بدو شرائطو کې ژوند کوي ،له بل هر وخته زیات  مرستندویه  اقداماتو ته اړتیا لري . په دې مینځو میان کې د نورو هیوادونو په نسبت له اسلامی هیوادونو څخه  د افغانستان  د ولس  تمه  له زیاته ده .

 پر دې سربیره   دافغانستان  ولس تمه لري ،  د افغانستان ګاونډیان او هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د اقتصادي ګټو په ترلاسه کولو پسې دي ، پر نورو د  نیوکو په ځاي پخپله  ډګر ته ودانګي  او  له غم ځپلو سره دمرستو لپاره  افغانستان ته خپل کمکونه ولیږدوي ، ځکه د افغانستان ولس  په دغو شرائطو کې  نه یوازې  بې هوده زړه سواندۍ  ته اړتیا نه لري ،بلکې پخپله ، خپل د ښمن او دوست په ښه ډول تشخیص کولی شي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117686

 

captcha