IQNA

په افغانستان کې ټپي شوي ښځې انجونې دښځينه ډاکټرانو او پرستارو دنه شتون له امله بې علاجه پاتې دي

13:55 - June 25, 2022
د خبر لمبر: 3485920
ایکنا- (تهران )د ښځو د حقوقو په باب  د طالبانو د حکومت دځينو قوانینو او مقرراتو په دلیل ، داسې ښکاري  دغو مقرراتو ، د زلزلې د ټپیانو په درملنې کې  ډير زیات محدودیتونه رامینځةکړي دي . چې دایوه بله غمیزه رامینځةکونکی ځيړی دی .

د افغانستان د مرګوني زلزلې څلورمې ورځې وروسته هم ددغه هیواد رسندیو راپور ورکړی،په روغتونونو او کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو او پرستارانو دکمښت  یا د نشتوالی په دلیل د ټپی شوو ښځو او انجونو زیاتره له درملنې محرومې دي .

طلوع نیوز خبری چینل د  ؛مرګوني زلزله ،ټپي میرمنې د ښځينه ډاکټرانو  دنه شتون په علت بې علاجه پاتې دي ، په عنوان سره په یوه راپور کې لیکلي دي ،دز لزله ځپلو سیمو  ځيني خلک چې خپل ټپیان ئې د خوست سیمې  روغتونونو او کلینکونو ته منتقل کړي دي ، وائي چې د ښځينه ډاکټرانو او پرستارانو  د نه شتون په علت زخمي ښځې تر دې دمه معالجه شوي نه دي .

 د دوي په وینا ، دم ګړئ ډیرې لږې ډاکټرانې شته دي او له  همدې امله زخمي ښځې تر دې دمه په بشپړډول معالجه نه دي شوي او دغه راز دخوست په روغتونونو  کې  روغتیائي امکانات هم  د نه برابر دي .

طلوع نیوز ته یوه زلزله ځپلی ووئيل ،  مونږ ډيرې مرګ ژوبلې درلودلي دي ، زخمي ښځې او ماشومان ډير زیات دي او ډاکټرانې او پرستارې نه لرو .

د ښځو د حقوقو په باب  د طالبانو د حکومت دځينو قوانینو او مقرراتو په دلیل ، داسې ښکاري  دغو مقرراتو ، د زلزلې د ټپیانو په درملنې کې  ډير زیات محدودیتونه رامینځةکړي دي . چې دایوه بله غمیزه رامینځةکونکی ځيړی دی .

https://www.irna.ir/news/84800915/زلزله-

captcha