ایکناخبری آژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره له خبرواترو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل له عراق سره د ایران اړیکې معمولي او دودیزې نه ، بلکې ډيرې ژورې دي چې د دواړو هیوادونو د دووملتونو په فرهنګ ،اعتقاداتو او مشترکو باؤرونو کې جرړه لري .
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ، نن سبا عراق د ایران ملت ته ترټولو نزدې ملت وینو او په مختلفو حوزو کې ترټولو نزدې اړیکو لرو . د دواړو هیوادونو ترمینځ مو په نننیو خبرواترو کې د سیاسی ، اقتصادي او تجارتي اړیکو په باب بحثونه او موافقې کړي څو په دغو حوزو کې ددواړو هیوادونو تعاملات لاپراخ شي .
ابراهیم ریئسي په دې خبرې کولو سره چې دعراق له لومړي وزیر سره په خبرو کې د شلمچې او بصرې دریل پټلۍ د یوځاي کولو د پروژې په اجرا کې پر چټکتیا موافقه وشوه ، ووئيل ،ددغه پلان افتتاح کول د دواړو هیوادونو د مراوداتو په آسانولو اوزیاتولو کې ډيرې اغیزې لري .
د اسلامی ایران ولسمشر په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ټينګار وکړ ، په سیمې کې د پردیو شتون یا دخالت نه یوازې مشکل حل نه کوي ، بلکې نوره هم مشکلات جوړوي ، نو ځکه له یوه بل سره د مشکلاتو اومسئلو د حل لپاره د سیمې د هیوادونو دمسئولانو دخبرواترو پر ضرورت ټينګار کوو . هغه روښانه کړه ، له صهیونسټي رژيم سره د اړیکو عادي کول یا په سیمې کې د پرَدَیو شتون به په قطعي توګه مشکل پنځونکی وي اوهیڅ مشکل به حل نه کړي .
دعراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي هم دې خبرې ته په اشارې سره چې دواړه هیوادونو همداراز موافقه وکړه څو د هغو ایرانیو زیارتوالو د تګ راتګ د لاآسانولو لپاره چې نیّت لري ،د اربعیّن په شپو ورځو کې د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم زیارت ته لاړشي ، یو وخت منظم کړو ،ټينګار وکړ، د اربعین په شپو ورځو کې به په ټول توان سره د زیارتوالو په خدمت کې وو او په ورین تندي سره به ئې هرکلی کوو .