ایکناخبری آژآنس د عراق واع له قوله راپور راکړ،د عراق دستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستانی دفتر د قربانۍ د لوي اختر لومړنۍ ورځ اعلان کړه .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، تمه کیږي د جولائي لسمه نیټه او د چنګاښ دمیاشتې نولسمه چې د اتبار ورځ کیږي ، د قربانۍ د نیکمرغه اختر لومړني ورځ شي .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د نجومو نړیوال مرکز اعلان کړی دی ، چې د چارشنبې ورځ یعني د جون په نهه ویشتمه نیټه سهار وختي (محاق) مرکزي اقتران به د مکې په وخت په پنځه بجې او دوه پنځوس دقیقې وي او د عربستان ، مصر ،مراکش ، اردن په څير په هیوادونو کې پنجشنبه د جون له دیرشمې نیټې سره چې سمون خوري ، د ذی الحجې لومړۍ نیټه اعلان کړي ، چې په داسې بڼه کې به په دغو هیوادونو کې د قربانۍ دلوي اختر لومړۍ ورځ د جولائي په نهمه نیټه وي .
کارپيژاندو له دې مخکې احتمال ورکړی ؤ چې اسلامی هیوادونه سږکال د قربانۍ دلوي او نیکمرغه اختر لپاره دتاریخ په سر سره پخلاشي ، چې دا به هم د جولائي په نهمه نیټه وي .