IQNA

قرآني سورې [15] 

د حجر سوره ؛ د انسان پنځون او د شیطان د دښمنۍ پیل 

16:19 - June 28, 2022
د خبر لمبر: 3485934
ایکنا-(تهران)  دانسان د  پنځون په باب مختلفې آئيډیاوې او نظریات مطرح شوي دي ،اسلام  هم په دې اړه خپله  نظریه لري ، چې په قرآن کریم کې  ذکر شوې ده .د  خلقت  په نړۍ کې د انسان تر ټولو مهمه ستونزه اوچیلنج  له شیطان او شیطاني وسوسو سره مخامخیدنه ده .  

قرآن کریم پنځلسمه سوره  ؛حجر ؛ نومیږي . دغه سوره چې 99 آیتونه لري او د قرآن کریم په څوارلسمې سپارې کې  واقع شوي ،په مکې شریفې کې نازله شوي یوه سوره ده او څلورپنځوسمه سوره چې د اسلام پر پیغمبر نازله شوې ده .

د حجر په نامې سره  ددغې سورې دنومولو دلیل ،له 80آیته تر 84پورې په آیتونو کې  دحضرت صالح  دقوم ، یعني د قوم ثمودکیسې ته اشاره  ده چې په همدې نامې ټاټوبي کې ،یعني په اصحاب حجر نومې ځاي کې دشتون په خاطر نومول کیدله . حضرت صالح ، یو عرب پیغمبر  او د  دنوح دزوي سام زوی  دی . په قرآن کریم کې  د صالح  نبی نامه نهه ځله راغلې ده  او هغه  له نوح او هود څ خه وروسته ذکر شوې ده . 

حجر سوره، د عالم هستۍ د پیلیدا او دمعاد ،په خداي د ایمان  او د قرآن  دعظمت  اود بدکارو د سزاکیدا  دنښو نښانو خبره کوي . په دغې سورې کې د حضرت آدم علیه السلام د خلقت ماجرا، له ابلیس او شیطان پرته هغه ته د ملائکو د سجدې ، د حضرت ابراهیم ته د ملائکې د ځيرې د کیسې ، د ثمود قوم کیسې  او د  لوط د قوم  د تاؤتریخجنو چلندونو په دلیل د لوط قوم عذاب  ته اشاره شوې ده .

ددغې سورې د پام وړ یو ټکی ، له پنځون سره  اړونده آیتونه دي . له شپږویشتمه تر درې څلویښتم پورې په آیتونو کې  دانسانانو او جنیانو د پنځیدا کیسې او  ددغو دوو ډلو دخلقت مادې  کیسه راپور کیږي  او  له الهي فرمان  څخه د فرښتو اطاعت او  د ابلیس سرغړونې ته په اشارې سره ،  له الهي درګاه څخه د هغه د شړل کیدا موضوع مطرح کیږي .

دحضرت آدم د پنځیدا  او د ابلیس د سرکشۍ کیسه او بلاخره   دهغه دکار کیسه ، د درستو انسانانو لپاره دیوه خبرداری په توګه  ده ، ځکه چې ابلیس یا شیطان   د انسان په خاطر  د خداوندمتعال له درګاه څخه وشړل شو ، خو   له شړل کیدا مخکې ئې له خداي تعالی څخه وغوښتل  څو  هغه ته دې دانسان د ګمراه کولو فرصت ورکړل شي . هغه ته دا فرصت ورکول کیږي  او ابلیس قسم خوري ، څو   دخداي له خاصو بندګانو پرته  انسان  ګمراه کوي .

 البته داسې نه ده چې انسان  د شیطان په لومې کې له ښکیلیدا پرته بله چاره هم  ونه لرل شي ؛ خداي تعالی  په حجر سورېئ کې  انسان  په یوه دوه لاري کې انځور کړی  چې پخپل اختیار سره  په دوغو دوو لارو کې  یوه غوره کړي ، له یوه پلوه هغه کسان چې پر ځان د شیطان دمسلط کیدا خنډ کیږي ، په داسې بڼه کې «إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ؛ ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ:  یعني بې شکه  پرهیزګاران په باغونو اوباغچو کې ښائي ، نو په سلامتیا او  امن سره هلته داخل شئ (د حجر سورئې ۴۵ او ۴۶آیتونه)

 او له بل پلوه هغه کسان دي چې د شیطان پیروي کوي ،نو په داسې بڼه کې ؛د حجر سورې په ۴۳آیت کې راغلي دي ، چې ؛«وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ:   او په قطعي توګه د هغوي ټولو ځاي جهنم دی ::::   

تړلې خبرونه
captcha