IQNA

قرآني سورې [1]

په حمد سورې کې خداوندمتعال  خپله مهرباني او رحمت نندارې ته وړاندې کړی

17:48 - June 30, 2022
د خبر لمبر: 3485942
 ایکنا- (تهران )الهي رحمت په قرآن کریم کې په دوو  ټکو ؛ رحمان او رحیّم سره  بیان شوی دی  چې  ددغو دواړو ټکو توپير داسې جالبې نقطې لري ، چې  د قرآن په تفسیرونو کې ورته  توجه شوې ده .

 حمد سوره  دقرآن کریم لومړنۍ سوره ده  او  دا ؛د قرآن  مور ؛په تعبیر سره یاده شوې ده. همداراز  حمد د قرآن کریم تر ټولو شریفه او اوچته  سوره ګڼل شوې ده ، ځ:ه خداي دد حجر سورې په ۷۸  آيت کې  دا د قرآن عظیم معادله بللې ده او په لمانځه کې  باید د حمد سوره قرائت شي  او  ددې په ځاي نوره سورې  نه شي راوستلی .

  حمد سوره  درحمان او رحیم خداي  نامې په درنښت سره پيلیږي . «الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ»  (د حمد سورې۲-۳آیت)

 خداوندمتعال په کرتو ځان په دوو نیکو صفتونو (رحمان او رحیّم ( سره معرفي کړی دی.   ددغو دوو کلمو په توپیر  کې وئيل شوي دي ، رحمان ، د هغه الهي رحمت د  ډير والي په معنا دی ، چې  مومن او کافر درست بندګان پکې شاملیږي  او رحیّم  د خداوندمتعال  دایمي نعمت او تل پاتې رحمت  دی چې  په خاصو مومنو بندګانو باندې لوریږي .

له پیغمبراکرم (ص) څخه روایت شوي دی ؛ خداوند متعال  سل  رحمتونه لري ي او له هغوي یو ئې مځکې ته رالیږلی  او پخپلو مخلوقاتو کې ئې ویشلی دی . په دغه یوه رحمت سره ده چې   مخلوقات پخپلو کې سره مهرباني کوي او له یوه بل سره ډيره مینه او ګروهنه لري  او  په هغو نورو نهه نوي رحمتونو سره ،په قیامت ورځې پر خپلو بندګانو رحم کوي (مجمع البیّان )

 البته روښانه ده چې د سلو رحمتونو تعبیر ، ذهن ته دمطلب دنزدیکولو لپاره  دی ، ځکه  الهي رحمت بې نهایت او نه شمیریدونکی دی .  مستقیمه لاره ،یعني  هغه روښانه ، پراخه او هواره لاره چې  هیڅ لور وآخوا ته منحرفه نه کیږي  او په قرآني آیتونو کې  ورڅخه مقصد دخدي حکمونو ته پابند کیدا  او هماغه د حق دین او د خداي پرستۍدین دی . د حمد سورئې پر اوم آیت سربیره ، د انعام سورې په یو سل یو شپیتم آیت کې  لولوو، چې  ائ پیغمبره !  ووایه ، زما پروردګار ، زه  سمې لارې ته  یعني تل پاتې دین ته هدایت کړی یم :::

د نساءسورې په ۵۹آیت کې  دغه مستقیمه لاره ، له درو موردونو څخه په اطاعت کې بیان شوې ده ؛ ائ  هغو کسانو  چې ایمان مو راوړی دی ، دخداي اطاعت وکړئ ، او  دخپل پیغمبرانو او  اولیاؤ  هم اطاعت وکړئ، نو پس هرکله  مو په دیني چارې کې  دنظراختلاف ولید،که  په خداي او قیامت ورځ  ایمان لرئ ، نو  دا د خداي کتاب  او دهغه پیغمبر ته  وړاندې کړئ ، هغه لا ښه  لا ښه انجام باندې پوهیږي .::

https://iqna.ir/fa/news/4067410/مهربانی-

تړلې خبرونه
captcha