ایکناخبری اژانس د الرایه له قوله راپور راکړ، د قطر د اوفافو وزارت د اداري او مالی چارو د برخې مدیر سید احمد سعد النعیمي او د ترکیې د بل نټ چاپ خانې مدیر ارطغرل اوزتورک دغه موافقه لاسلیک کړه .
دا دقطر د ملي مصحف له خوا له ۲۰۱۰کاله تر دې دمه د قرآن کریم د نسخو پنځم ځل چاپول دي او د قطر د مصحف ددومره نسخو د چاپولو په اجرا سره به کابو درې میلیون څلور لکه نسخوته ورسیږي .
د قطر د اوقافو او داسلامی چارو د وزیر مرستیال او ددغه هیواد دملی قرآن چاپ پر ادارې څارونکي خلیفه بن جاسم الکواري په خبري کنفرانس کې په همدې مناسبت ووئيل ، د قطر اوقافو وزیر په پاڼو ،د جور په ډول ، تذهیب او رنګ کې د ملی قران په چاپ کې د ترټولو لوړ کیفیّت او سټنډرډونو د رعایتولو لپاره ډير ټینګار لري او چاپ خانه ددې کار لپاره هم دقیق اوتخنیکي سټنډرډونه په نظر کې نیولي دي .
هغه زیاته کړې ،دترکیې چاپ خانه چې ټاکل شوې ده ، دغه معیارونه لري او دغې چاپ خانې ، د قطر د مصحف د دریم او څلور ځل وروستۍ نسخې هم چاپ کړي د ي.
الکواري روښانه کړې ده ، دقطر مصحف ، په نړۍ کې لومړنی قرآني اداره ده چې دکتابت لپاره ئې د عربی خوشخطۍ نړیواله سیالي ترسره کړه او د دې دکتابت د ویاړ د ترلاسه کولو لپاره د اسلامی نړۍ څه دپاسه یوسل شلو خطاطانو له یوه بل سره سیالي وکړه.نوره سیالۍ هم ددغه قرآن د تذهیب او تزئين لپاره ترسره شوي دي .