IQNA

بلاخره د صهیونیسټي رژيم چارواکو ومنله

حزب الله له مځکې ، سمندر او هوا څخه  داسرائيلو د حاکمیّت په کمزوري کولو پسې دی

17:02 - July 03, 2022
د خبر لمبر: 3485952
ایکنا-(تهران) د صهیونیسټ رژيم د پوځ ویندوي په مدیترانې سمندري سیمو کې دخپل کار  فعالیت  د سیمې د پاسه  دحزب الله د ډرونز د الوتونو په غبرګون کې ووئیل ،حزب الله ، له مځکې ، سمندر او هوا څخه  داسرائيلو د حاکمیّت د کمزوري کولو هڅه کوي . 

ایکناخبری اژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم د پوځ ویندوي ران کوخاف نن ددغه رژيم له ریډیو چینل سره په خبرو کې ووئيل ، د لبنان حزب الله ، د مځکې ،هوا او سمندر له لارې  ددغه رژيم د موجودیّت او حاکمیّت په کمزوري کولو پسې دی .

 هغه مدعي شو ، هغه سمندري سیمې چې تل ابیب  ورڅخه ګیس اوباسي ، هیڅکله  ئې  هم ددغو سیمو په سر له لبنان سره  کوم اختلاف نه  دی درلودلی  او  هغه له صهیونیسټي رژيم سره اړه لري .

دصهیونیسټ رژيم  پوځ پرون ماښام  هم  ادعا کړې ، چې د حزب الله درې  بې پيلوټه الوتکې چې په وسلو سنبال نه وو ، او د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې  دخپلو ګیسو د پلیټ فارم او زیرمو په لورروان وو ،نسکور کړي دي .

کوخاف دخپلو خبرو په یوې برخې کې  د شیرین ابوعاقله له شهادت سره د اړونده موضوع په باب د الجزیره خبریال د پوښتنې په ځواب کې ووئيل ،  که د مونږ لپاره روښانه شي ، چې مونږ شرین وژلې  ده ، نو مسئولیت ئې  منو  او  افسوس به  وکړو .

د صهیونیسټ رژيم  ویندوي همداراز د بندیانو  د مبادلې د موضوع په باب  هم ووئيل که صهونیسټانو دوه پوځیان  آرون شائول  او هدار ګولډن  د مبادله کونکو په لیسټ کې نه وي ، نو  هیڅ ډول موافقه به ونه شي .

دا په داسې  حال کې دي چې  د لبنان حزب الله  پرون  ماښام  ددغه غورځنګ دډرونز د مخنیوي په باب  د صهیونیسټي  موقته رژيم  د ادعاګانو په باب  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د تیرې دوشنبې په مازدیګرد شهید جمیل سکاف  او شهید مهدي نومې ډلې  درې غیر پوځي بې پیلوټه الوتکې  دخپل فعالیّت  دسمې په لور  الوزولي  وو ، چې د دښمن په شیشت کې ورغلي   او پیغام هم ترلاسه شو ،بریالیتوب یوازې دخداوند عزیز او جبار په نزد  دی .

د کار یش په نامې سره د ګیسو زیرمې  باندې  د لبنان او صهیونیسټي رژيم  شخړه لري ، او د مالکیّت ادعا ئې کوي .د سمندري سرحدي اختلافاتو د حل لپاره د لبنان او صهیونیسټي رژيم  ترمینځ  د امریکا په مینځګړیتوب سره غیر مستقیم خبرې اترې د ۲۰۲۰ کال له اکتوبره پيل شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4068293/ح

captcha