ایکناخبري آژانس د ولسمشرۍ ددفتر له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ، د سویس له نوي سفیرې میرمن نادین اولیویري لوزانو سره په کتنې کې ووئيل امریکا او اروپائي هیوادونه د ایران په وړاندې له محاسباتي تیروتنوسره ښکیل شوي ووئيل ، ایران له دښمنیو سره سره ،خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی او د دوي سلطه غواړو سیاستونو اپوټه اغیزه درلودلې ده .
ابراهیم ریئسي همدرااز د ایران او سویس ترمینځ د څه دپاسه سل کلنو اړیکو مخینې ته په اشارې سره ووئيل ، ایران په اقتصادي او تجارتي او سیاسی ډګرونو کې دسویس پشمول له درستو هیوادونو سره د اړیکو لاپراختیا ته تیار دی .
داسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ،د اقتصادي ملګرتیا د ګډو کمیشنونو دغونډو منظمه ترسره کیدا ، د کرهڼیزو، ټيکنالوجیکي ، ټرانسپورټي او نورو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو دظرفیّتونو استفاده نوره هم زیاتولی شي .
ابراهیم ریئسي همدرااز ووئيل د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې ډپریکړه لیک په وړاندیز کې د امریکا او درو اروپائي هیوادونو اقدام په داسې وخت کې چې د نړیوالې ا یټمي موافقې لپاره خبرې اترې روانې دي ، یو غیر مسئولانه او د خبرواترو له روح سره اپوټه او د دوي دچلندي خلاف ورزۍ کونکی اقدام دی . هغه روښانه کړه ، امریکا باید فیصله وړي ، چې موافقې اوخبرواترو ضروروتونو ته پابنده پاتیکیږي .
په تهران کې د سویس سفیرې میرمن نادرین اولیویري لوزانو هم په دغو دستورو کې ووئيل ایران او سویس د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټينګیدا څه دپاسه په سلو کلونو کې ، تل له یوه بل سره رغنده او مثبتو ملګرتیاؤ اوتعاملاتو ته دوام ورکړی دی . ، هغې همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د فعال بهرني سیاست او د سیمې او نړۍ له درستو هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره دلومړیتوب ورکونې په قدرونې سره روښانه کړه ، د سویس دسفیرې په توګه به تل له ایران سره د ښو اړیکو د سوئې دلوړتیا او لاپراختیا هڅه وکړم او په تیره بیا په اقتصادي اوتجارتي ډګرونو کې دملګرتیاؤ د سویو د لوړتیا لپاره هڅه به دوام ومومی .