IQNA

قرآن کریم او لاروښونې  [15]

کعبه د تاریخ لومړنی عبادتځای دی

14:26 - July 05, 2022
د خبر لمبر: 3485957
ایکنا-(تهران)   دحج عملونه مسلمانان ترسره کوي ، خو  د قرآن په وینا،لومړنی عبادتځاي  او دحج لومړنۍ دستورې ، نه یوازې د مسلمانانو لپاره ،بلکې د درستو نړیوالو لپاره   د هراړخیز ې لارښونې لپاره د د یوه عامل په توګه حسابیږي .

د ذی الحجه میاشت ، د حج د پرتمینو دستورو دترسره کیدا لپاره یوه مخصوصه میاشت ده ، دغه دستورې د هغه څه په اساس ، چې  په قرآن کریم کې راغلي دي ، دلومړي ځل لپاره د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانې کې  او د خداوندمتعال له خوا ددغه الهي پیغمبر  له خوا د کعبې په جوړولو پسې وضع شوې. خدای تعالی ابراهیم ته په خطاب کې ووئيل ،  «وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ؛    او د خلکو په مینځ کې  د حج د ادا کولو لپاره بانګ ووایه  ، څو زیارتوال او حاجیان له سوارلیو پَلي شي  او پر هغه کمزوري اوښ چې  له لیرې ځایونو  راځي ، د تا وآخوا ته درشي (د حج سوره =۲۷)

 د کعبې په باب جالب ټکی دا دی چې قرآن  کریم د کعبې ځائيګی ، دخداوندمتعال د پرستش او عبادت لپاره  لومړنۍ بیلګه او قبله معرفي کوي او  له دې مخینې وروسته ،  د حج د  دستورو د ترسره کولو ضرورت بیانوي . په قرآن کریم کې ډیر آیتونه بیان شوي دي چې  د حج دترسره کیدا او دددې  ولولناکو دستورو دجزیاتو ترسره کیدا بیانوي .  

  إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ؛ ؛یقینا هغه لومړنی کور چې د خلکو د (لمنځ او عبادت)لپاره جوړشوی ، هماغه دی چې په مکې کې دی ، چې ډیر له برکته ډک او د نړیوالو لپاره د هدایت  وسیله ده .(د آل عمران سوره= ۹۶)

 علامه طباطبائي  په المیزان تفسیر کې وائي ، کعبه  په ټولو مراتبو کې له ذهني خطوره رانیولې ،له دنیا تر بشپړ بیلتون  او  عالم  معناسره تر بشپړ ګنډل کیدا و د هدایت تر بشپړتیا پورې دی لارښونه ده  او حق دا دی چې  ووایو ،د خدای تعالی  له مخلصو بندګانو پرته ورته بل څو ک لاس رسی نه لري . پر دې سربیره ،  کعبه د اسلامی نړۍ  د دوي د  دنیا نیکمرغۍ ته هم هدایتوي  او دا  نیکمرغي ، د امت اتحاد او دکلمې وحدت دی .

کعبه  همداراز غیر اسلامی نړۍ هم هدایتوي ، دا سې چې  د غفلت له خوبه  ویښ شي او ددغه وحدت او یووالي ګټو او نتیجو ته متوجه شي  او وویني ، چې  اسلام څرنګه ،  مختلفې سلیقې او ډول ډول توکمونه  او مختلف قومونه  سره  متحد او وروڼه  کړي دي . په همدې اساس ،  وحدت او یووالی  یو هغه تر ټولو اساسی هدف دی ، چې په حج کې تعقیبیږي .

له دې ځایه دوه ټکي  روښانه کیږي ، لومړی دا چې  کعبه د دنیا او آخرت  دنیکمرغۍ په لور دهدایتونې عامله ده . دوهم دا چې  کعبه  یو داسې هدایت حسابیږي ، چې نه یوازې  یوه خاص جماعت ته ، بلکې  له درستو عالمینو سره  اړه لري ، ځکه  د لارښونې  لمن پراخه کعبه ده .

ددغو آیتونو ځيني مهم ټکي  د قرآن کریم یو ه مفسّر علامه محسن قرائتي  هم  په تفسیر نور کې   داسې بیان کړي دي .

  • کعبه لومړنی کور دی چې د خلکو دعبادت او  لمنځ لپاره جوړ شوی دی «اوّل بیت وضع للناس» 
  • د تړون تاریخي مخینه ، یو ارزښتمن معیار دی  «انّ اوّل بیت وضع...»  
  •     د کعبې خیر او برکت، یوازې د مومنانو او کوم خاص توکم لپاره نه دی ، بلکې دټولو لپاره

                     دی ،   «وضع للناس»         

  • د کعبی لپاره ولسی کیدا، یو ارزښت دی. «انّ اوّل بیت وضع...»
  • کعبه ، د خلکو دهدایت زمینه  او تومنه ده «هدى للعالمین»                                     
تړلې خبرونه
captcha