IQNA

قرآني سورې [17]

په اسراء سورې کې دحضرت موسی نهه ګوڼه نښې

16:54 - July 05, 2022
د خبر لمبر: 3485958
ایکنا-(تهران)  اسراء یا بنی اسرائيل سوره  د قرآن کریم اولسمه  سوره او په مکې نازله  شوي سوره ده  چې د قرآن په پنځلسمې سپارې  کې په یو سل یولسو آیتونو سره واقع شوې ده .

په دغې سورې کې  د توحید ،معاد، دشرک نفی کولو ، د پیغمبر  اکرم معراج، د نبوت د دلیلونو، د قرآني معجزو او پر انساني باؤرونو دګناه اغیزو په څير دموضوعګانو خبرې  شوي دي .

د ؛اسراء ؛ په نامې سره ددغې سورې نومول ، دهغه لومړي آیت په سبب دي چې له مسجدالحرامه  مسجد الاقصی ته د پیغمبر د شپې مهال دحرکت  واقعې ته پکې اشاره شوې ده . په ځينو روایتونو کې  هم ؛ د اسراء سورې بله نامه ؛بنی اسرائيل ؛ عنوان شوې ده ، ځکه  په پیل او پآي کې ئې  د بنی اسرائيلو  کیسې ته  اشاره شوې ده . 

ددغې سورې په پیل کې  دبنی اسرائيلو دقوم فسادګرۍ  ته اشاره شوې ده ، خداي تعالی دوي ته خبرداری ورکړی چې  پر مځکه د تاسو فساد به له ځان سره ځیني ترینګلتیاوې او شخړې ولري  او ددې سورې په پاي کې هم  دحضرت موسی علیه السلام   نهو نښو او معجزو ته  او دغه راز له فرعون سره خبرو، د فرعونیانو له غرقیدا او په مصر کې د  بنی اسرائيلو  هستوګن کیدا ته اشارې شوي دي .

دقرآن کریم د آیتونو په اساس ، دحضرت موسی لپاره نهه معجزې بیان شوي دي چې په هغو کې  په یوه لوي مار د عصابدلیدا ، د موسی ځلیدا، ټکانیو طوفانونو ،  پر کرهڼیزو مځکو د ملخو مسسلط کیدا،قمل (دبوټو یوډول آفت )، له نیل سینه د چندخو دتیریدا کیسه  ، د نیل سین په وینو سرکیدا . وچکالۍ  او د ډول ډول میوو کمښت  او د فرعون او دهغه دلښکر په نیل سین کې غرق شونه شامله ده . 

په دغې سورې کې د  انسانانو له چلند سره  داړونده یو فلسفي بحث ته هم پام شوی دی ، دا چې انسان اراده او اختیار لري ، چې  ښه  یا بد کار ترسره کړي ،  په هره بڼه کې  به ښه اویا بده نتیجه وویني . نو  انسان  اراده لرونکي لاره ټاکي .؛  «إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا:   ؛که نیکي وکړئ نو له ځانه سره مو نیکي کړې ده  او که بدي وکړئ ، نو له ځان سره (بد کړي دي )  او کله وروستۍ ګواښ راورسیږي ، (نو بیا راځي )څو تاسو خپه کړی  او په معبد  کې ( دتاسو ) لکه په لومړي داخل شوي (لکه په زور سره ) او هرڅه چې په لاس ورشي ، نو په یوهیړ ئې  نابود کړي:::

 (د اسراء سورې =۷ایت)

نورو ټکو ته   چې په دغې سورې کې پرې توجه شوې ده ، د شپې ورځې فلسفه ، د  مور پلار په باب حق پيژندنه ،  په قیامت  کې د انسانانو  دعملونو رامینځةکیدا، له نورو سره مرسته  او له اسرافه ډډه کول ، بخل ، د یتیمانو د مال خوړل ، کم تلل ، تکبر او وینې بهول  او ځِل  هم پکې شامل دي .

تړلې خبرونه
captcha