ایکناخبری آژانس د اباؤټ اسلام له قوله راپور راکړ،ټاکل شوې ده د اروپا دخوړو ترټولو ستره جشنواره،په راتلونکي میاشت کې په مانچسټر کې پيل شي او هیله ده د بریتانیا په زرګونو خلک به جذب کړي .
داتمه هم کیږي،چې د بلکبرن، براډفورډ او دوزبري په څیر د شاوخوا ښارونو خلک ددغې جشنوارې ،چې په څه دپاسه سلو سټالونو اوغرُفو سره ترسره کیږي ، هرکلی وکړي .
د بریتانیا داسلامی هوساینې یا امدار فنډ مدیر(Islamic Relief UK)طفیل حسین په یولړڅرګندونو کې ووئيل،د بریتانیا داسلامی مرستندویه ادارې ته دا ویاړ دی چې په مانچسټر کې د حلالو خوړو دجشنوارې رسمي همکار وي .دا به په پرانیستي فضا کې یوه حیرانونکي پيښه وي او مونږ په لیوالتیا سره د درستو درینونو او اجتماعي پرګنو څخه د زرګونونو خلکو د لیدو په تمه یوو څو په پرتم او ولولې سره،د خوندورو خوړو،چشنونو او نورو پروګرامونو څخه خوند واخلي.
طفیل حسین دغه راز زیاته کړې ده، په دغې جشنوارې کې به د نندارتونونو په ډيرو فعالیتونو کې له ساعت تیري رانیولې د ماشومانو لپاره تر پرانیستي فضا پورې برخې شاملې وي او همداراز به د لمانځه د قایمولو لپاره نماز خانه هم موجوده وي . کورنۍ به نه یوازې په دغې جشنوارې کې له خوندورو خوړو خوند واخلي ، بلکې له اړمنو کسانو سره به مرستې هم وکړي .
د بریتانیا داسلامی هوساینې یا مرستندویه اداره(Islamic Relief UK) او ددغې جشنوارې ترسره کونکي نیّت لري په درستې نړۍ کې پنځه زره کسانو ته دخوراکي مرستو او همداراز ددغه هیواد د بې کوره کسانو لپاره هم د پيکیجونو د برابرولو په اړه مرستې غونډې کړي .
دغه جشنواره سږکال په BEC Arena کې برترسره کیږي چې په څلورو سترو خیمو او په پرانیستي فضا کې په یوه تفریحي نندارتون مشتمله ده . د مانچسټر د حلالو خوړو جشنواره به په دغه ښار کې د اګست له اوه ویشتمې تر اته ویشتمې نیټې پورې ترسره شي.
د مانچسټر د حلالو خوړو جشنواره یوازنیۍ جشنواره نه ده چې په بریتانیا کې ترسره کيږي، د لندن دحلالو خوړو جشنواره (ایل ایچ ایف ایف) معمولا هرکال په ستمبر میاشت کې ترسره کيږي او ځان ته په زرګونو ګروهمن جذبوي .