IQNA

اسرائيل د لبنان په ضد د تیري هیڅ ډول جراءت نه لري

7:30 - July 26, 2022
د خبر لمبر: 3486026
ایکنا-(تهران)   د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا.... په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د تموز له جنګه رانیولې تر اوسه پورې،اسرائيلي دښمن  متوجه شوی دی چې د لبنان په ضد هرډول اقدام به له کلک ځواب سره مخامخ شي.

ایکناخبری اژانس راپور ورکړ،سید حسن نصر الله چې پرون ناوخته ئې د لبنان له المیادین خبری چینل سره خبرې کولې،د خپلې مرکې په پیل کې  روښانه کړه،د صهیونیسټي رژيم  په وړاندې مخ نیونکي اقدامات ، په ۱۹۸۵کال کې پيل شول ، هغه مهال چې  اسرائيلي  دښمن مجبوره شو،ترتر نیواک لاندې له ډيرو سیمو  لا زر شاتګ وکړي. 

 د لبنان د حزب ا...غورځنګ عمومی منشي  زیاته کړې ،دښمن  فلسطین ته د مقاومت د مبارزانو د ورتلو  دمخنیوي لپاره  سرحدي پټۍد امنیتی کمربند یا کریډور په توګه  په نظر کې  ونیوله  او  له همدې ځایه  مخه نیونکي  عملیات پیل شول .

 سید حسن نصر ا... ووئيل ،مخه نیونکي اقدامات یوازې د حزب ا... نه ،بلکې په هغه وخت کې د  هغو ټولومقاومتي غورځنګونو  بریاوه چې  شهادت غواړي عملیات ئې ترسره کړل. هغه زیاته کړې ، د مخه نیونې دوهمه مرحله  هم  د ۱۹۹۳کال پورې   دلومړنۍ کرښې په کلو کې  د حزب ا... په اقداماتو سره پیل  شوه .

هغه دغه راز ووئيل ، نن سبا دښمن  داسې عملیاتو ته مخه کوي ، چې  له خپلې خوا هیڅ اثر یا د پښو پَل  نه پریږدي  او له ۲۰۰۶کاله تردې دمه  دښمن د لبنان په ضد دهیڅ ډول اقدام جراءت نه دی درلودلی .

سید حسن نصر ا... دغه راز  صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړ، د لبنان په سمندري حدودو کې په لانجمنو تیلی اوګیسو سیمو کې دې  دویستنې اقدامات نه کوي ، ځکه د  اسرائيلو په لاس د لبنان دتیلو اوګیسو د ویتسنې په باب ډير جدي نظر لرو  حتی که  دغه جدیّت د جنګ دپیلیدا سبب هم شي.  ددغې موضوع مخکې او وروسته وضعیّت  د دښمن له کړچار سره  اړه لري . هغه په عین حال کې روښانه کړه ،په سمندر او وچې کې داسې هیڅ یو اسرائيلي ټارګټ نشته چې  دمقاومت د دقیقو توغندیو له شیشته  بهر وي . او حزب ا... غورځنګ  ترډیره حده سمندري یرغلیز او دفاعي قدرت  په اختیار کې لري او د نیواکي فلسطین  دسمندر هره سیمه د مقاومت په شیشت کې ده او هیڅ ډول خوځښتونه  له څارنې پرته نه پاتیکیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4073375/اسرائیل-

captcha