ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپورراکړ،د افغانستان د غزني ولایت د پولیسو قومانان بازمحمد فیضان ددغه ولایت له خلکو وغوښتل څو د محرم دعزادارۍ د دستورو دشپو ورځو امنیت دې پخپله تامین کړي او په واټونو کې دې له شتونه ډډه وکړي .
په غزني کې ځاي سرچینو رسنیو ته وئیلي دي ،دغزني ولایت د پولیسو د قوماندان دغه څرګندونې، په غزني کې د اهل تشیّع له استازو سره په لیدنې کې شوي دي .
دغزنی دپولیسو قوماندان دغه راز وئیلي دي ، دمحرم د عزادارۍ دستورې دې د ولسوالیو په جوماتونو ،امامباړو او نورو عبادتځایونو دننه ترسره شي.
د تیرې اونۍ په وروستیو کې په مختلفو ولایتونو کې د افغانتسان دشیعه عالمانو د شورا نمایندګیو وئيلي وو،په دغه هیواد کې به خلک د محرم دستورې دتیرو کلونو په نسبت په لاپرتم او ولولې سره ترسره کړي .
داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په وروستیو کلونو کې دکابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې پر شعیانو په کرتو حملې کړي او په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک ئې په وینو کې لیت پیت کړي دي .
راپورونه ښئ د افغانستان دکابل پشمول د مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې دحضرت امام حسین علیه السلام په غم کې جوماتونه او امامباړې او عبادټځایونه په تورو کپړو سره پوښل شوي او په کوڅو او بازارونو کې د مرثّیو او مداحیو غږونه آوریدل کیږي او ځاي په ځاي د چایو او شربتو صلواتي سټالونه لګول شوي دي