IQNA

د خانه کعبې پرده ، دنوي قمری کال له پیلیدا سره په یووخت بدله شوه(انځور اوفلم)

8:17 - July 31, 2022
د خبر لمبر: 3486046
ایکنا-(تهران)په مکې مکرمې کې د خداي د کور کعبې پرده د نوي یعني ۱۴۴۴هجري قمری کال  له رارسیدا سره په یووخت په عربستان کې دلومړي محرم په شپه  بدله شوه .

ایکناخبری اژآنس دروسیا الیوم له قوله راپور راکړ،په مکې مکرمې کې دبیت الله  الحرم پرده دخداي دکور د ډيرو او  ولولوناکو زیارتوالو په شتون کې بدله شوه.

دا لومړی ځل دی چې د کعبې پرده دنوي هجري قمري کال له پيلیدا سره په یووخت بدلیږي.  دکعبې پرده هرکال د حج تمتع په وخت کې  او ذی الحجې په نهمه ورځ یعنی د عرفې په سهار وختي د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو په شتون سره بدلیږي ،خو سږکال  دعربستان د ۱۴۴۳قمری کال د حج د دستورو په پيلیدا سره  اعلان وشو چې د کعبې دپردې دبدلیدا دستورې  د عرفې د ورځې په ځاي بل وخت ته  او د نوي قمری کال پيلیدا ته ځنډول شوي دي.

 د خانه کعبې د پردې د بدلولو په دستورو کې ګډون کونکي کابو یوسل شپیته کسان وو چې د الیکټرانیک اندرپائې په وسیله  د  کعبې څلورو خواؤ باندې په یووخت او په ترتیب سره  نصبیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4074395/%D9

captcha