ایکناخبری اژانس د الانباء لهقوله راپور راکړ،دغه دستورې په جیبوټي کې د کویت د سفارت د یوه ډيپلوماټ احمد العسکري او ځاي مسئولانو، یوشمیر عالمانو او دقرآن دحافظانو په شتون سره ترسره شوې او په دغو دستورو کې په جیبوټي هیواد کې د کویت د الرحمة العالمیه نومې انجمن د قرآنی مرکزونو ۲۲ حافظان فارغ التحصیل شول او په دې اړه ولولناک جشن ولمانځل شو.
د الَرحمةالعالمیه ټولنې دافریقائي څانګې مشر غانم عبدالله شاهین په دې باب ووئيل؛په جیبوټي کې له دغې ټولنې سره اړونده مرکزونه ،له قرآنی علومو اوقرآڼ سره د آشنا یوه نسل د روزنې او دخداي د کتاب له تعلیماتو څخه راپورته شوي داسلامی اخلاقو او ادابو دسسټماټيک کولو او همداراز په دوي کې داسلامی عقیدې د بیانولو لپاره ډیره هڅه کوي .
هغه زیاته کړې، دغه ټولنه یا انجمن همداراز په تربیّتي بحثونو کې د اهل قرآن د ژوند لیک په اهتمام سره،له قرآن سره د ګروهمنو د ساعت تیري له وختونو سمه استفاده او د دوي د توانمنیو او مهارتونو پياوړتیا په ایجنډا کې شامله ده .
په جیبوټي کې د کویت دسفارت یوه ډيپلوماټ احمد العسکري هم په دغه افریقائي هیواد کې د قرآن د حفظ، روزنیزو، روغتیائي او اجتماعي فعالیتونو پشمول د انجمن الرحمة العالمیه مختلفو فعالیتونو ته په اشارې سره ووئيل ، مونږ د کویت په سفارت کې په دغو فعالیتونو ویاړو .