IQNA

یو مسیحي څيړاند او پادري وائي حسیني پاڅون د بې عدالتۍ او ظلم خلاف دریدا ده

7:45 - August 06, 2022
د خبر لمبر: 3486069
ایکنا-(تهران)د جنوبی افریقا یو اوسیدونکی  د شیعیّت د مطالعاتو استاد او پادري  هغو روایتونو ته په اشارې سره چې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په باب ، د کربلا له واقعې  مخکې اووروسته  موجوددي ووئيل؛دیوه مسیحي څيړاند په توګه زما له نظره په کربلا کې د امام حسین پیغام، د بشریّت دنجات لپاره له ځانه تیریدل وو او  په دې لارې کې ئې  له درست توکمیز ،دیني او ملیَتي سرحدونو څخه تیر شو.

ایکناخبری آژانس  راپور راکړ، کریسټوفر کلوهیسي    Christopher Clohessy)  )، د جنوبی افریقا یو کاتولیک پادري،د ایټالیا په روم کې  د اسلامی اوعربی مطالعاتو  لپاره په پاپي موسیسې کې د شیعيتّ د مطالعاتو استاد دی.هغه د کربلا پيښې(2021)،د زینب بنت علی علیهما السلام کیسه (2018) او فاطمه  د محمد(ص) لور ده (2017)پشمول د یو شمیر کتابونو لیکوال هم دی.

کلوهیسي دمحرم د عزادارۍ دلومړۍ شپې په دستورو کې چې د امریکا د نورټ ویسټرن پوّهنتون له خوا ترسره شول،د بانو ام سلمه اونورو په خوبونو کې د کربلا د واقعې د انعکاس  په موضوع سره وینا وکړه . هغه دخپلې وینا په پیل کې ووئيل ، زه دلته د یوه پادري  په عنوان سره  نه ،بلکې دهغه چا په عنوان سره  وینا کوم چې تر کلونوکلونو پورې مو پر شیعیّت  جدي مطالعه کړې ده .

هغه په دوام کې ووئيل ، په یوشپیتم قمری هجری  کال کې وه چې  امام حسین علیه السلام شهید شو. د پیغمبر اکرم (ص) ماندنې ام سلمه  چې ددغه امام د شهادت په وخت کې  کابو اتیا کلنه وه، په هماغه شپه  په خوب کې  ئې د امام شهادت ولید.هغه د  مسلمانانو له هغې لوئې ډلې وه چې  دامام حسین او کربلا  خوب ئې لیدلی ؤ.ددغو کسانو خوبونه زیاتره دشپې مهال او کله هم په ورخې کې لیدل کیدل. دغه خوبونه کله هم  دیوې یا د څو فرښتو او کله هم د جن یا د کربلا د خاورې او  وینې په باب وو.

کلوهیسي په دوام کې وائي،  دغه خوبونه ځيني  د کربلا له واقعې وروسته  رامینځةشوي او دځینو هغو کسانو په باب وو ، چې  دامام بزرګوار په شهادت کې ئې لاس درلود،چې دوي  ئې د عذاب په حالت کې مشاهده کړي دي.ځیني ئې  هم د هماغه عاشورا په شپه لیدل شوي دي. دام سلمه  دخوب یو مثال چې خوب ویني،جنیّانو  پیغمبر اکرم ته د امام حسین علیه السلام  دشهادت په باب تسلیّت وایۀ.

 هغه په دوام کې وائي ،زه تاسو ته دا خبره کوم چې  دغه ټول خوبونه او روایتونه  ددې ښودنه کوي،چې د حسین  دژوند بیلګه ، د یزیدی بیلګې څخه لابرلاسه  دی. حسینی بیلګه، دظلم او بې عدالتۍ په وړاندې مقاومت دی. دغه راپورونه زما لپاره ددې نښه ده چې  اهل بیت له خداي تعالی سره   متصل یا ګنډل شوي وو.د  الهیات پيژاند په توګه  د ما له نظره،دامام حسین شخصیّت،دد رستو نسلونو لپاره یوه بیلګه ده.که مونږ  دکربلا له پيښې سره  په توپيري توګه  چلند وکړو،یعني  هغه له نورو جنګونو سره ،یعني د واټرلو  او دبریتانیا دجنګ په څير له جنګونو سره پرتله کړو،نوپوهیږو، چې  دکربلا جنګ د شیعیانو د  هرې ورځې دژوند اوتفکر په جوړښت کې ډيره ژوره ریښه لري  او  دامام حسین د مرګ ا و  ژوند کیفیّت ، په تیرو څوارلس سوه کلونو کې، د مسلمانانو ټولنې ته ژوند  او د ما په اند،له اسلامی ټولنې ورآخوا  بشري ژوند ته  ئې انګیزه او معنا وربخښلې ده.

دغه مسیحي پروفیسرپه دوام کې وئيلي دي،دغه باؤرونه په درستو نسلونو کې تکرار شوي دی چې کربلا د شعیانو لپاره دیوې تاریخي پيښې په معنا نه ده چې یو ځل دعراق ټاټوبي په یوې سیمې کې پيښه شوې او تمامه شوې ده ،بلکې دکربلا یاد او خاطره تل ژوندئ ده. زه تاسو ته وایم چې  دغه درست خوبونه او روایتونه ښئ چې د حسین دژوند بیلګه له یزیدي بیلګې لابرلاسه  ده،حسینی بیلګه د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې کلک مقاومت او دریدا ده.

https://iqna.ir/fa/news/4074967

captcha