IQNA

د صهیونیسټ رژيم بنیاد پر وژلو اوجنایتونو ولاړ دی

15:09 - August 07, 2022
د خبر لمبر: 3486075
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله ووئيل،پر خداي او د حضرت امام مهدي په ظهور او د حضرت عیسی مسیح پر راڅرګندیدا سره د بشریّت پر پریکنده نجات ایمان،دتبیّن جهاد یوه برخه ده چې پر درستو خلکو حجت ختموي او دښمن کړوي.

ایکناخبری آژانس د المیادین له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر االله بیګا د لبنان د جنوبی بیروت په ضاحیّه سیمې کې د محرم په دستورو کې پخپلې وینا کې په غزې تړانګې دوحشي صهیونیسټي رژيم د حملو په غبرګون کې  ووئيل،ددغه وحشي اوجنایتکار رژيم  بنیاد په وژلو او جنایتونو ولاړ دی .

سیدحسن نصر االله دغه راز ووئيل،ځیني رژيمونه غواړي،مونږ قانع کړي چې اسرائيل د سولې کونتره ده،خو دغه رژيم پر وژلو او جنایتونو ولاړ دی.

  هغه ووئيل هغه څه چې په غزې کې رامینځةشوي دي،د اسرائیلو ښکاره اوواضح تیري او مستقیم جنایت دی،ځيني کسان د حقیقت په اپوټه ښودلو پسې دي،په داسې حال کې چې اسرائيل پر جنایتونو تکیه کړې ده.

 د لبنان د حزب االله غورځنګ عمومی منشي زیاته کړې ده،ددغو یرغلونو په وړاندې چُپتیا او ورته ځواب نه ورکول،دښمنان د فلسطینیو رهبرانو په ضد لازیاتو ترورونو ترسره کولو ته لمسوي. صهیونیسټي رژيم پوهیږي،چې مقاومت له تیر وخته لازیات پیاوړی دی.

  سید حسن نصر االله په دوام کې وئيلی دي ،په لینان او فلسطین کې مقاومت ثابته کړې ده چې  نیواکګر رژيم پوځ   ماته خوري او خوار او ذلیل کیږي. 

  هغه په دوام کې ووئيل،تجروبې ثابته کړې ده،چې امریکا په سیاست او میدان کې ماته خوري، هماغه شان چې په عراق، افغانستان، ایران، یمن، لبنان، سومالیا،ونزویلا او کیوبا کې  ئې ماته خوړلې ده .سید حسن نصر االله د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې جوته کړه ،ددښمن یوه بله دوکه او چلول،پروپیګنډه او پر نورو تپل ديڅو عمومي افکاروغولوي،کله کله دجنګ په وخت یوه پروپيګنډه دهغه برخلیک بدلوي .

https://iqna.ir/fa/news/4076496/سید-حسن-نصرالله-بر-

captcha