ایکناخبری آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،د حضرت امام حسین علیه السلام دمقدس آستان دنظم دساتنې مسئول فاضل عوز په یوې اعلامیې کې ووئيل، د نړۍ له مختلفو هیوادونو ډير زیات زیارتوال عراق ته وارد شوي دي څو سږکال د حسینی تاسوعا او عاشورا په دستورو کې ګډون وکړي . هغه زیاته کړې. دکربلا ښار د محرم د میاشتې له هماغه لومړنۍ ورځې راهسې د لسګونو زره حسینی زیارتوالو شاهد دی او دغه شمیر له ۲۰۰۳کال څخه تردې دمه هیڅ مخینه نه لري .
فاضل عوز روښانه کړې ده ، پر عراقي ښاریزو سربیره ، چې ددغه هیواد له مختلفو ولایتونو کربلا معلی ته راغلي دي ،دنړۍ له مختلفو هیوادونو په زرګونو زیارتوال کربلا ته رارسیدلي دي څو د حضرت امام حسین او حضرت عباس علمدار علیهماالسلام د حرمیّنو په شاوخوا او بین الحرمیّن کې دحسینی تاسوعا او عاشورا په دستورو کې شتون پيدا کړي .
د ایکناخبری آژانس درست کارکونکې،د محرم د غمجنو شپو ورځو په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .