IQNA

یو مسیحي څيړاند وائي ؟

د امام حسین(ع)او عیسی مسیح(ع)شباهت د حقیقت په لاره کې سرښیندنه ده(فلم)

17:50 - August 09, 2022
د خبر لمبر: 3486086
ایکنا-(تهران)دایټالیا یو پادري د کاتولیک مذهب او داهل تشیَع د باؤرونو ترمینځ ډیر زیات شباهتونه،د شیعیّت څيړنو ته دخپلو مینه والو علت ګڼي او دحقیقت  او د بشریّت دنجات په لاره کې سرښیندنه او قرباني ورکول   دامام حسین   دغورځنګ او د حضرت عیسی مسیح  دژوند ګډ ټکی ګڼي.

د حضرت اباعبدالله الحسین  علیه السلام  او دهغه د وفادارو یارانو د شهادت  دکلیزې له غمجنو شپو ورځو سره په یووخت ، دایټالیا یو پادري او استاد  کلوهسي  ایکناخبری اژانس سره په خبرو کې د حضرت عیسی مسیح له سیرت سره د حسیني قیام دشباهتونو په باب  خبرې کړي  او وئيلي ئې دي ،زه په  جنوبی افریقا کې زیږیدلی یم  او په دغه هیواد کې لوي شوم. په پيل کې مو دمسحیّت  په اړه زده کړې وکړې اود روم دکاتولیکانو یو پادري شوم .کله چې  چې دکیپ ټاؤن  ښار په یوې کلیسا کې مو  د پادري په توګه  کارکاوۀ،د کلیسا ستر پادري ته مووړاندیزوکړ چې  د اسلام په باب علمی څيړنې وکړم.دغه وړاندیزتر یوه حده  دهغو ډيرو مسلمانانو په خاطر ؤ چې دکیپ ټاؤن په  ځینو برخو کې ئې ژوند کاوۀ.

هغه همداراز  له اسلامی مطالعاتو سره په تیره بیا د شیعیّت  له مطالعاتو سره  دخپلې دلچسپۍ د څرنګوالي په باب  ووئيل؛د شیعیانو باؤرونه ، دکاتولیک   مسیحیّت لهعقایدو سره ډير ارتباط او شباهت لري. مثلا، په اهل بیتو کې ، دفاطمه پّ شان شخصیّتونه شته یا دامام  حسین سرښیندنې ، دهغه د خور زینب بی بی  میړني او اتلوال دریځونه،  مونږ په تیره بیا په کاتولیک مسیحّیت کې  دوي ته ورته شخصیّتونه لرو. هغه شی چې په اسلامی اوعربی مطالعاتو کې ئې زما توجه جلب کړه،د هغو شیعه شخصیّتونو  کلام ؤ چې د  کاتولیک مذهب  کې له مقدسو شخصیّتونو سره  چې  زه  ورسره لوي شوی یم ، شباهت  ئې درلود.

کلوهسي په دوام کې ووئيل،زما په نظرحسین علیه السلام  دعدالت بیلګه دی چې خپل ژوند ئې د ټولنې دمصلحت لپاره قربان کړ،څو دخدآي دین وژغوري . زه فکر کوم  هغه نه یوازې دمسلمانانو اوشیعیانو لپاره بلکې د مسیحیانو او درست بشریّت لپاره خپل ژوند قربان کړ، هغه له هردین ا مذهبه ورآخوا دی ځکه د بشریّت د نجات لپاره وجنګید او سرښیندنه ئې وکړه.جضرن زینب بی بی  هم همداسې ده . هغه نه یوازې د شیعه او مسلمانو میرمنو لپاره ،بلکې ددرست بشریّت  لپاره د حق په لاره کې او په دغې لارې کې د کړاؤ د زغملو په لاره کې  د مقاومت او استقامت  بیلګه کیدلی شي.

 

کتاب کلوهسی  با عنوان (فرشتگان در شتاب: رؤیاهای کربلا)

  https://iqna.ir/fa/news/4076420

captcha