IQNA

د حضرت امام زین العابدین(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

12:35 - August 10, 2022
د خبر لمبر: 3486090
ایکنا-(ایران)د ایران اسلامی جمهوریت نن د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او دامامت او ولایت دآسمان څلورم ستوري حضرت امام زین العابدین علیه السلام دشهادت  د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی او په دې مناسبت مینه وال دستورې جوړوي او  داهل بیت علیهم السلام  له سیرته خپل زړونه خړوبوي.

ایناخبری آژانس راپور راکړ،په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام او دغه راز په قم کې د حضرت بی بی معصومه سلام ا..علیها په ری شهر کې د حضرت عبدالعظیم حسنی او تهران کې د حضرت امام خمینی په سپيڅلو حرمیّنو کې هم په دې اړه  دستورې روانې دي.

حضرت امام سجاد علیه السلام  په ۹۵قمری کال کې  د وخت دظالم واکمن هشام بن عبدالملک په حکم سره په زندان کې مسموم او شهید کړئ شو. دهغه بزرګوار پاک مړی په جنت البقیع کې د خپل آکا حضرت امام حسن علیه السلام  په څنګ کې خاورو ته سپارل شوی دی.

دایکناخبری آژانس درست کارکونکي په دې اړه داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.

captcha