ایکناخبری آژانس د بریرټوډې له قوله راپور راکړ،د کینیډا په انتاریو ښار کې د ؛بری ؛جومات مشر یوسف هارون په یولړخبرو کې ووئيل،مونږ په همداوروستیو کې د بري جومات جوړول پاي ته رسولي دی، په دغه جومات کې د اسلام له دین سره د اړونده پوښتنو د خواب وئيلو په خاطر مو یو مرکز هم جوړ کړی چې د ټولو مسئلو اوپوښتنو ته ځوابونه ورکوي.
دغه ستر جومات چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې په فریس لین سیمې کې افتتاح شو،په همدا وروستیو کې پراخ شوی او کابو پنځه سوه ځاي کورنیو ته خدمتونه اومرستې رسوي.
د بري جومات له پلوه د نورو دینونو له پیروکارو څخه د هرکلي کلنۍ دستورې د وړیا خوړو او دتفریحي پروګرامونو له وړاندې کولو سره یوځاي وې او ځاي پلورونکو خپل شیان د خرڅلاؤ لپاره وړاندې کړل. د دستورو په ځاي کې د اوروژونکي ادارې (فایر بریګیډ) یو ګاډی هم موجود ؤ او ددغې ادارې مامورانو،ماشومانو ته د اور وژنې آلې او نور تجهیزات وروښودل اوټرینینګ ئې ورکړ. همداراز د پيټزا خرڅونکي ریستوران یوه مالک د حاضرو کسانو لپاره وړیا پيټزاوانې هم ډالۍ کړې.
د کینیډا د احصایو دادارې د راپور په اساس، په کینیډا کې دمګړۍ مسلمانان یوه ترټولو چټکه وده کونکي ټولنه ده.د کینیډا دمسلمانانو آبادي په تیرې لسیزې کې تر دوه اتیا فی صدو پورې زیاته شوې و په ۲۰۰۱کال کې له کابو پنځه لکه نهه اویا زره نفوسو څخه په ۲۰۱۱کال کې څه دپاسه یو میلیون کسانو ته رسیدلې ده .مسلمانان په کینیډا کې د ټولې آبادۍ کابو درې اعشاریه دوه فیصدي نفوس جوړوي.