IQNA

 له نفسانی خواهشاتو څخه د پیروۍنتیجه

17:44 - August 13, 2022
د خبر لمبر: 3486101
ایکنا-(تهران) هغه خصلتونه چې  انسان په هرځائيګي کې چې وي نابودولی شي، له نفساني خواهشاتو څخه پيروي ده چې په قرآن کریم کې په ډیرو ځایونو کې ئې نفي شوي  او دهغه ګړنګ په معنا چې ممکنه ده تل  د انسان په لاره کې وي ،باید  ورڅخه لیرې ووسي.

د قرآن کریم  له نظره،نفس څو مربتې لري چې د نفس ترټولو ټيټه مرتبه،داده چې انسان  بدو  چارو  ته هڅوي چې دې ته نفس آماره یا  نفساني خواهشات وئیل کیږي. خیال ساتل  د غوښتې په معنا دي او له نفساني خواهشاتو څخه پیروي ،یعني  د نفس له افراطي غوښتنو څخه پيروي کول.

د نفس خیال ساتل له دې اړخه مذمومه چاره ده چې  یو ډول د اجتماعي او اخلاقي او عملی  انحرافاتو زمنیه جوړونکي او حتی  دانسان لپاره  بدني اونفسیاتي ناروغۍ  رامینځةکوي او انسان  ظلم ،ګناه اوګمراهي ته او  د انسانیّت او ایمان له دایرې څخه ویستلو ته کاږي.

پر دې اساس،دنفس خیال ساتل،   هر هغه  ظاهري اوباطني عمل او چلند ته وئيل کیږی،چې  دخداوندمتعال  د ارادې او غوښتې په مخالف لوري کې وي. مونږ داسې غوښتې لرو چې ممکنه ده یوازې د مونږ له ګروهنې سرچینه  واخلي.په مقابل کې دخداي غوښته ده چې  دانسان د کمال ټکی ئې په نښه کړی دی. که دمونږ غوښتې دخداي له غوښتې سره سمون ونخوري،نو په نفساني خواهشاتو بدلیږي.

په همدې خاطر په قرآن کریم کې سپارښتنه شوې ده، له هغو کسانو  چې د خپلو نفساني خواهشاتو په اساس عمل او ژوند کوي،لیرې ووسئ.

(د کهف سورې -۲۸آیت)

«وَ لا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنا قَلْبَهُ عَنْ ذِکْرِنا وَ اتّبَعَ هَواهُ وَ کانَ اَمْرُهُ فُرُطاً:

هغه کسان چې توانیدلي دي خپل نفساني خواهشات کنټرول کړي او ورباندې مسلط شي ،د نورو ترڅنګ عزتمن   او کرار  ژوند وکړي او خدای تعالی هم دوي ته دا ژمنه ورکړې ده چې لويه جایزه د دوي په انتظار کې ده

 «وَ أَمّا مَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ وَ نَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوى‏* فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوى‏:

او البته هغه کسان  چې دخپل پروردګار په وړاندې له دریدا ویره لری او خپل نفس ئې له خواهشاتو غړولی،نوځکه دهغوي ځائيګی  هماغه بهشت او جنت دی.(د نازعات سورې-۴۰ او ۴۱آیتونه)    

captcha